د پاکستان او جاپان ترمينځه د سېلاب څخه تحفظ او حفاظتي اقدامات له په منصوبه لاس ليك، د جاپان حکومت به عملدرآمد لپاره 2.58 اربه  ین  وركوي

  اسلام آباد 07 ستمبر  (اے پي پي)د  پاکستان او جاپان حكومتونو ترمينځه په اباسين د سېلاب څخه تحفظ او حفاظتي اقدامات ښه والي منصوبې لپاره ایکسچینج آف نوټس، ریکارډ آف ډسکشن او په ګرانټ لوظنامه لاس ليك وشو،د منصوبې مقصد د سېلاب مخنيوي بنیادی ډھانچې قوي كولو او خطرو سره د مخ  ودانيو قدرتي آفتونو څخه  د بچ كولو صلاحیت زياتول دي۔د اقتصادی چارو وزارت د اړخه جاري شوې …

 

اسلام آباد 07 ستمبر  (اے پي پي)د  پاکستان او جاپان حكومتونو ترمينځه په اباسين د سېلاب څخه تحفظ او حفاظتي اقدامات ښه والي منصوبې لپاره ایکسچینج آف نوټس، ریکارډ آف ډسکشن او په ګرانټ لوظنامه لاس ليك وشو،د منصوبې مقصد د سېلاب مخنيوي بنیادی ډھانچې قوي كولو او خطرو سره د مخ  ودانيو قدرتي آفتونو څخه  د بچ كولو صلاحیت زياتول دي۔د اقتصادی چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې ایکسچینج آف نوټس او ریکارډ آف ډسکشن د اقتصادی چارو وزارت سیکرټري محمد حمیر کریم او پاکستان كښې د جاپان سفیر اکاماتسو شوئچی د خپلو خپلو حكومتونو د اړخه لاس ليك وكړو او د دستاویزات تبادله وشوه۔په ګرانټ لوظنامه د اقتصادي چارو وزارتِ ایډیشنل سیکرټري سبینه  قریشی او جاپان انټرنېشنل کوآپریشن ایجنسی (جائیکا) د پاکستان سینئر استازي سوګاوارا تاکایوکی لاس ليك وكړو۔د جاپان حکومتِ په دې منصوبه عملدرآمد لپاره 2.58 اربه جاپاني ین (نزدې 16.4 ملین امریکائي ډالره) ګرانټ وركوي۔

مزید خبریں