د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفی شاه د فضائيې ورځ په موقع د پاك هوائي پوځ شهيدانو ٬ غازيانو او ځوانانو ته پېرزوئنې

  اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفی شاه د فضائيې ورځ په موقع د پاك هوائي پوځ شهيدانو ٬ غازيانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پاك فضائيه د كال 1965ء جنګ څخه تر معركه حق په هر مشكل پړاؤ كښې د خپل پېشه ور مهارت ٬ مړانې او جنګي صلاحيتونو د لارې د وطن دفاع په ښه ډول كړې ده۔ ده …

 

اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفی شاه د فضائيې ورځ په موقع د پاك هوائي پوځ شهيدانو ٬ غازيانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پاك فضائيه د كال 1965ء جنګ څخه تر معركه حق په هر مشكل پړاؤ كښې د خپل پېشه ور مهارت ٬ مړانې او جنګي صلاحيتونو د لارې د وطن دفاع په ښه ډول كړې ده۔ ده ووئيل د كال 1965ء جنګ په مهال د پاك فضائيې ځوانانو د محدود وسائل باوجود د دښمن د فضائي قوت په مړانه مقابله وكړه او د خپلې زړورتيا سره يۍ په قامي تاريخي كښې زرين باب رقم كړو۔ ده ووئيل د مئي 2025ء معرکه حق كښې هم د پاك هوائي پوځ مؤثرو او پېشه ورو كارروائيو ثابته كره چې د وطن دفاع لپاره د قام بازان نن هم د هر يو چېلنج مقابلې كولو له چمتو دي۔ ده ووئيل ټول قام د خپلو بازانو خذمات او قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده شهيدانو لپارد لوړو درجو ٬ د هغوي كورنيو له د صبر او استقامت او ګران وطن له د امن ٬ سلامتيا ٬ پرمختګ ٬ سوكالۍ او استحكام دعا وكړه۔(

مزید خبریں