قام د پاك فضائیه د زړه ورو بازانو په مړانه ، عزم او پیشه وره پوهه وياړ لري ۔ د پارلماني چارو وفاقی وزیر

  اسلام آباد 07 ستمبر  (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدری د پاك فضائيه ورځ په موقع د  فضائیه د زړه ورو بازانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دا نن دا ورځ دغه زړه ورو بازانو ته د پيرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده كومو چې په مړانه ، عزم  او پیشه وره پوهه د هېواد د دفاع تاریخ رقم كړے۔د ګل په ورځ …

 

اسلام آباد 07 ستمبر  (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدری د پاك فضائيه ورځ په موقع د  فضائیه د زړه ورو بازانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دا نن دا ورځ دغه زړه ورو بازانو ته د پيرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده كومو چې په مړانه ، عزم  او پیشه وره پوهه د هېواد د دفاع تاریخ رقم كړے۔د ګل په ورځ په ایكس يو پیغام كښې ده ووئيل د كال 1965 په جنګ كښې د پاك فضائیه بازانو د دښمن عزائم    ناكامه كولو سره د قام سر په وياړ سره هسك كړے،د پاك فضائیه د بازانو بهادري او پیشه وره پوهه زمونږ د دفاعي تاریخ روښانه باب دے۔ وفاقي وزیر ووئيل آپریشن بنیان مرصوص كښې  پاك فضائیه په ښې كاركردګۍ يو ځل بيا خپل دفاعي صلاحیت ثابت كړو ، آپریشن بنیان مرصوص ثابته كړه  چې پاك فضائیه د هر چیلنج مقابلې كولو له بشپړ صلاحیت لري۔ده ووئيل پاك فضائیه د پاكستان د فضائی حدود دفاع لپاره هر وخت چمتو ده،د پاك فضائیه شهيدانو عظیمو قربانیو ته سلام او غازیانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔

مزید خبریں