ستمبر 1965ء كښې د پاک هوايي ځواک ځوانان لیوالتیا او عزم پراخا فضا كښې برياليتوب ته ورسول: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔07 ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په ستمبر 1965ء كښې د پاک هوايي ځواک ځوانان لیوالتیا او عزم په پراخا فضا كښې برياليتوب ته ورسول٬ د سترو شهيدانو ځانګړې قربانيو ته پېرزوئنې ډالۍ كوو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د فضائيې ورځې مناسبت سره د جاري شوي پیغام له مخې وزيراعظم ووئيل زه په دې موقع د پاك هوائي پوځ ټولو …

اسلام آباد۔07 ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په ستمبر 1965ء كښې د پاک هوايي ځواک ځوانان لیوالتیا او عزم په پراخا فضا كښې برياليتوب ته ورسول٬ د سترو شهيدانو ځانګړې قربانيو ته پېرزوئنې ډالۍ كوو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د فضائيې ورځې مناسبت سره د جاري شوي پیغام له مخې وزيراعظم ووئيل زه په دې موقع د پاك هوائي پوځ ټولو ځوانانو ته د هغوي په زړه پورې كاركردګۍ پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل په ستمبر 1965ء كښې د پاک هوايي ځواک ځوانان لیوالتیا او عزم په پراخا فضا كښې برياليتوب ته ورسول۔ ده ووئيل د مورني وطن دفاع لپاره دوئي د خپلو قيمتي ځانونو قرباني وركړه۔ په دې كښې شك نشته چې د دوئي ځانګړې قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كول زمونږ لپاره اعزاز دے۔ ده ووئيل قام په دې وياړي چې پاك فضائيه په شمېره كښې د كم پاتې كېدو باوجود  د دښمن د مقابلې كولو خپل روايت په ځاې وساتلو كوم چې تل ددې شناخت پاتې شوې دې۔ ده ووئيل باور لرم چې پاك فضائيه به د تل په څير د هر ممكن چېلنج مقابله كولو سره د هېواد خپلواكي او د فضائي پولو ساتنې چمتو پاتې كيږي۔

مزید خبریں