د محترمې سبین عثمان خټک، اېم ډي اے پي پي مهم پیغام

اسلام آباد ۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د ستمبر 6 مه نېټه  یوازې د تاریخ یوه ورځ نه بلکې د هغه زړورتیا، عزم او قربانیو د یادونې ورځ ده چې له نسلونو راهیسې زمونږ د وطن د ساتنې سبب ګرځېدلې ده۔ په خاوره د دوی هر ګام د وطن د ساتنې يو عزم دې۔ د سمندر په هره چپه  د دوی نظر د وطن ساتنې لپاره دے۔ په دنګو …

اسلام آباد ۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د ستمبر 6 مه نېټه  یوازې د تاریخ یوه ورځ نه بلکې د هغه زړورتیا، عزم او قربانیو د یادونې ورځ ده چې له نسلونو راهیسې زمونږ د وطن د ساتنې سبب ګرځېدلې ده۔

په خاوره د دوی هر ګام د وطن د ساتنې يو عزم دې۔

د سمندر په هره چپه  د دوی نظر د وطن ساتنې لپاره دے۔

په دنګو اسمانونو كښې د دوئي هره الوتنه زمونږ د خوندیتوب د باور نښه ده۔

 له پولو څخه تر سمندرونو او له هغه ځایه تر لوړو اسمانونو ٬ د پاکستان زړورو ساتونکو ته د زړه له کومې سلام۔

د دې تاریخي ورځې په مناسبت، د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) هېډ آفس په شمول ټولو بېورو سټېشنز چې په كومه اغېزمنه توګه د پاکستان بيانيه نړۍ ته ورسوله، په دې زه ټولو همکارانو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د اے پي پي وېډيو نيوز سروس او سوشل اېنډ ډيجيټل ميډيا سېكشن كاركردګي د ستاینې وړ او اغېزمنه ده۔

تل دې وي پاكستان!

تل پاتې دې وي پاك پوځ!

مزید خبریں