اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف ویلي دي د دفاع او شهیدانو ورځې په موقع مونږ د خپلو شهیدانو ځانګړې مړانې او غازيانو زړه ورتيا او د هغوي د كورنيو عزم ته سلام وړاندې کوو۔ د هغوي قربانۍ هغه مقدس امانت دي، د کوم په بنیاد چې د پاکستان آزادي، خپلواکي او سلامتیا ولاړ ده۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وزیراعظم وویل د 1965 له …
د شهيدانو قربانۍ هغه مقدس امانت دے د كوم په بنياد چې د پاكستان آزادي ٬ خپلواكي او سلامتيا ولاړه ده: شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف ویلي دي د دفاع او شهیدانو ورځې په موقع مونږ د خپلو شهیدانو ځانګړې مړانې او غازيانو زړه ورتيا او د هغوي د كورنيو عزم ته سلام وړاندې کوو۔ د هغوي قربانۍ هغه مقدس امانت دي، د کوم په بنیاد چې د پاکستان آزادي، خپلواکي او سلامتیا ولاړ ده۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وزیراعظم وویل د 1965 له معركو څخه تر معركه حق او بنيان مرصوص په زړه پورې كامیابو ثابته كړې ده چې د 6 ستمبر جذبه نن هم ژوندۍ ده۔ ټول قام پاک پوځ ، پاک فضاییه او پاک بحریه سره په وياړ ولاړ دې۔ وزیراعظم وویل پاکستان امن غواړي، بياهم امن لپاره زمونږ عزم دې زمونږ کمزوري و نه ګنړلې شي۔ مونږ د خپل وطن د ګټ ګټ د دفاع او د هر قسم ترهګرۍ او جارحیت د مقابلې عزم او صلاحیت لرو. ده خپلو شهیدانو ته پیرزوئنې وړاندې کولو سره وویل راځۍ چې يو داسې پاكستان جوړ كړو كوم چې يو موټې وي ٬ په معاشي توګه مضبوط وي او د قائد اعظم په اصولو اتحاد ٬ نظام او ضبط عمل كونكې وي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دے زمونږ د شهيدانو درجې بلندې كړې او زمونږ هېواد دې په خپل حفظ او امان كښې وساتي۔











