اسلام آباد۔6 ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي مونږ د خپلو وسله والو ځواكونو هغه اتلانو او فرزندانو ته احترام سره پېرزوئنې ډالۍ كوو كومو چې په 6 ستمبر 1965 غېر معمولي مړانې او د ايثار جذبې سره د مورني هېواد دفاع وكړه٬ د پاكستان په خدمت كښې د هغوې په ځانګړې قربانيو د هغوي كورنيو ته سلام كوو۔ د دفاع او شهيدانو ورځې (6 …
وسله والو ځواكونو په 6 ستمبر 1965 غېر معمولي مړانې او د ايثار جذبې سره د مورني وطن دفاع وكړه: نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي مونږ د خپلو وسله والو ځواكونو هغه اتلانو او فرزندانو ته احترام سره پېرزوئنې ډالۍ كوو كومو چې په 6 ستمبر 1965 غېر معمولي مړانې او د ايثار جذبې سره د مورني هېواد دفاع وكړه٬ د پاكستان په خدمت كښې د هغوې په ځانګړې قربانيو د هغوي كورنيو ته سلام كوو۔ د دفاع او شهيدانو ورځې (6 ستمبر) په موقع د خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې نائب وزيراعظم ووئيل يو وارې بيا د معركه حق او بنيان مرصوص په مهال د دغې مړانې او پېشه ور مهارت څرګندونه وكړې شوه٬ د اولس نه كمزورې كېدونكي ملاتړ سره پاك پوځ د هېواد د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت دفاع او د هر ډول جارحيت پرېكنده ځواب كولو له د خپل قومي عزم او بشپړه چمتوالي پخلې وكړو۔ ده ووئيل مونږ د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې په خاص توګه بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د خپلو امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو پرله پسې قربانيو ته د قدر او احترام په نظر ګورو۔ پاكستان په هندي سرپرستۍ كښې د فتنة الهندوستان او فتنة الخوارج تر بشپړه خاتمې او خپل امن ٬ استحكام او پرمختګ ته د زيان رسولو هرې هڅې ناكامه كولو عزم لري۔ نائب وزيراعظم ووئيل د امن پسند قوم په حېث پاكستان په سولييز ډول پاتې كېدو ٬ مذاكرات او همكارۍ له په خپل عزم ټيڼګ ولاړ دے ولې بياهم په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن او استحكام د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې عادلانه حل سره تړلے دے۔ پاكستان به د كشميري اولس د جائز ستړو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتر دوامدار ساتي۔ ده ووئيل په دې تاريخي ورځ پاكستان د خپلې خپلواكۍ ٬ سيمه ييز سالميت او د قومي ګټو دفاع لپاره د خپل نه كمزورې كېدونكي عزم پخلې كوي۔ زمونږ د شهيدانو مړانه ٬ زمونږ د وسله والو ځواكونو قوت او زمونږ د اولس عزم ددې خبرې لوې ضمانت دے چې پاكستان به د هر چېلنج مقابله وقار او كوټلي عزم سره كوي۔











