اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) د کشمیر٬ ګلګت بلتستان او سېفران وفاقي وزیر انجینر امیر مقام د پاکستان د وسله والو ځواکونو شهیدانو ته درناوې وړاندې كولو سره ویلي دي چې د شهیدانو سترې قربانۍ د هېواد د تاریخ یوه نه هېرېدونکې برخه ده۔ د دفاع او شهیدانو د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې انجینر امیر مقام وویل په كال 1965 کښې وسله والو ځواکونو ځانګړې زړورتیا، مړانه …
وسله والو ځواکونو كال 1965 کښې ځانګړې زړورتیا، مړانه او پېشه ور صلاحيتونه څرګندولو سره د خپل هېواد دفاع وکړه: انجنيئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) د کشمیر٬ ګلګت بلتستان او سېفران وفاقي وزیر انجینر امیر مقام د پاکستان د وسله والو ځواکونو شهیدانو ته درناوې وړاندې كولو سره ویلي دي چې د شهیدانو سترې قربانۍ د هېواد د تاریخ یوه نه هېرېدونکې برخه ده۔ د دفاع او شهیدانو د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې انجینر امیر مقام وویل په كال 1965 کښې وسله والو ځواکونو ځانګړې زړورتیا، مړانه او پېشه ور صلاحيتونه څرګندولو سره د خپل هېواد دفاع وکړه۔ هغه وویل د كال 1965 جنګ په مهال ټول ملت د وسله والو ځواکونو تر څنګ ولاړ پاتې شو او د ملي يووالي يو وياړلې مثال يۍ وړاندې كړو۔ وفاقي وزیر وویل چې شهیدان او د هغوی کورنۍ د ټول ملت لپاره د ویاړ وړ دي او د هغوی قربانۍ به تل یاد ساتلې شي۔ هغه وویل چې د هېواد د حق او دفاع په برخه کښې د وسله والو ځواکونو ځانګړې مړانه او قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ امير مقام د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د رهبرۍ صلاحيتونه ستائلو سره ووئيل وسله وال ځواکونه د هېواد د دفاع، امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره بشپړ عزم سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔











