اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د دفاع او شهداﺀ ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئيلې دي 6 ستمبر زمونږ په قومي تاريخ كښې يو تاريخي مقام لري ، دا ورځ مونږ ته هغه سترې قربانۍ يادوي كومې چې زمونږ آزادۍ ٬ خپلواكۍ او د قامي سلامتيا تحفظ له وركړې شوې۔ دا ورځ مونږ ته موقع راكوي چې مونږ د قام هغه اتلانو ته پېرزوئنې وړاندې …
شپږم ستمبر كال 1965 د وسله والو ځواكونو او د پاكستاني قام د ايماني جذبې او يووالي څرګندونه ٬ زمونږ د اجتماعي قوت مظهر دے : د صدر مملكت آصف علي زرداري د دفاع او شهداﺀ ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د دفاع او شهداﺀ ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئيلې دي 6 ستمبر زمونږ په قومي تاريخ كښې يو تاريخي مقام لري ، دا ورځ مونږ ته هغه سترې قربانۍ يادوي كومې چې زمونږ آزادۍ ٬ خپلواكۍ او د قامي سلامتيا تحفظ له وركړې شوې۔ دا ورځ مونږ ته موقع راكوي چې مونږ د قام هغه اتلانو ته پېرزوئنې وړاندې كړو كومو چې د كال 1965 جنګ كښې د خپل وطن دفاع لپاره د ځانګړې مړانې او فرض شناسۍ څرګندونه كولو سره دښمن په محاذ ناكامه كړو۔ زه د ټول اولس لخوا د پاكستان د وسله والو ځواكونو شهيدانو ٬ غازيانو او د هغوي كورنيو ته سلام كوم۔ د هغوي قربانۍ به ټول عمري لاې يادې ساتلې شي۔ د ایوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدرِ مملکت آصف علی زرداری خپل پېغام كښې ووئيل شپږم ستمبر كال 1965 د وسله والو ځواكونو او د پاكستاني قام د ايمان د جذبې او يووالي څرګندونه ٬ زمونږ د اجتماعي قوت مظهر دے ۔ دا ورځ مونږ ته دا خبره په ګوته كوي جې كوم قام د خپل دين ٬ آزادۍ ٬ خپلواكۍ او وطن دفاع لپاره يو موټې شي نو د نړۍ كوم هم قوت د دوئي عزم ته ماتې وركولې نه شي۔ ده ووئيل په معركه حق كښې ترله شوې فتح د 6 ستمبر وطن سره د مينې او د آزادۍ جذبې تسلسل دے۔ ده ووئيل د يو ذمه وار رياست په توګه په پاكستان په منطقه كښې دوه اړخيزه احترام ته د ودې وركولو عزم لري۔ صدرمملکت ووئيل پاكستان په منطقه كښې د امن او سلامتيا استحكام يو مؤثر او ذمه وارې ستنې په حېث رامخې ته شوې او خپلو پولو څخه وړاندې هم امن ٬ استحكام او اجتماعي سلامتيا لپاره مؤثر كردار ترسره كوي۔ مکه مشترکه دفاعی لوظنامه د پاكستان د احتماعي سلامتيا ٬ سيمه ييز امن او استحكام او د باور وړ همكار په حېث د مخ په وړادې تلونكي كردار مظهر دے۔ ده ووئيل د پاكستان د خپلواكۍ ٬ سيمه ييز سلاميت او قامي سلامتيا به هېڅ سودا كولې نه شي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورلۍ له به دا تسليمول وي چې د كشمير عادلانه حل نه پرته په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن ممكن نه دے۔ دې سره سره هند له به پاكستان د خپلې پراكسي عناصر د لارې ترهګرۍ ته وده وركولو څخه ډډه كول وي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو رپورټس ددې امر ګواهي وركوي چې فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان بهرنې ملاتړ لري او د هند او طالبان رجيم يو بل سره مل ټل كېدل اوس كوم راز نه دے پاتے شوے۔ د دښمن لخوا په مسلط كړې شوي هر يو روايتي او غېر روايتي جنګ كښې زمونږ وسله والو ځواكونو د همه وقت تيارۍ او د وطن دفاع له د نه كمزورې كېدونكي عزم عملي ثبوت وركړے دے۔ ده ووئيل نن مونږ د خپلو ټولو شهيدانو عظيمو قرباني ته د پېرزوئنې وړاندې كوو او د پاكستان آزادۍ ٬ خپلواكۍ ٬ سلامتيا په هر قيمت د دفاع كولو عزم پخلې كوو چې د قائداعظم (رح) د وژن له مخې پاكستان يو مضبوط ٬ جمهوري ٬ سوكاله او پرمختګ كړې هېواد جوړولو له په ګډه كار كوو۔ ده شهيدانو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔











