اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د دفاع او شهداﺀ ورځې په موقع دپاكستان وسله والو ځواكونو افسرانو ٬ ځوانانو ٬ شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې 6 ستمبر د پاكستان د تاريخ په مهمو بابونو كښې د يو باب يادونه تازه كوي كوم چې د قام د عزم ، يووالي او د هېواد دفاع لپاره د وركړې كېدونكو …
شپږم ستمبر د پاكستان د قام د عزم ، يووالي او د هېواد دفاع لپاره د وركړې كېدونكو قربانيو علامت دے ، د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د دفاع ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د دفاع او شهداﺀ ورځې په موقع دپاكستان وسله والو ځواكونو افسرانو ٬ ځوانانو ٬ شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې 6 ستمبر د پاكستان د تاريخ په مهمو بابونو كښې د يو باب يادونه تازه كوي كوم چې د قام د عزم ، يووالي او د هېواد دفاع لپاره د وركړې كېدونكو قربانيو علامت دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر ووئيل چې د كال 1965 جنګ په مهال وسله والو ځواكونو د دښمن د ناپاكه ارادو په مقابله كښې د مړانې ٬ پېشه ور صلاحيت او حكمت عملۍ څرګندونه وكړه۔ ټول قام د پاك پوځ په شا ولاړ پاتې شو۔ دا يو مثال چې قام كله يو موټې وي نو هغه څه هم ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ د پاكستان د آزادۍ ٬ خپلوازۍ او سلامتيا بنياد دي۔ قام خپلو دې فرزاندانو ته سلام كوي۔ ده ووئيل د فوجي فاؤنډېشن په څير ادارې د شهيدانو د كونډو او كوچنيانو پرله پسې مرسته كوي۔ د معركه حق ذكر كولو سره لنډ مهال صدر د وسله و الو ځواكونو د مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده د قامي سلامتيا تحفظ سره سره په سيمه ييز امن او مذاكراتو ته وده وركولو كښې د موجوده عسكري مشرتابه كردار هم تسليم كړو۔ ده فيلډ مارشل عاصم منېر او نور اعلی عسكري مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پاكستان امن خوښونكې هېواد دجے او منطقه كښې تلپاتي امن او استحكام له د مخلصانه هڅو ملاتړ كوي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دے پاكستان ته امن او سلامتيا وركړي ٬ د وسله والو ځواكونو دې حفاظت وكړي او شهيدانو له دې لوړې درې وركړي۔











