د بلواګرو ډلې شر خوښو په امنيتي ځواكونو ډزې ٬ اېف سي اهلكار شهيد ٬ رېنجرز اهلكار ژوبل

اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د بلواګرو ډلې وسله والو شرخوښو په امنيتي ځواكونو د ډزو په نتيجه كښې اېف سي اهلكار شهيد او رېنجرز اهكار ژوبل شو۔ په آزاد کشمیر کښې د بلواګرو ډلې شرخوښو د عامه حقونو په پلمه تاوتریخوالي ته مخه کړې ده۔ د آزاد کشمیر پولیس له مخې په چھترہ ټوپی روډ کوپرہ پولیس چوکۍ (ضلع باغ) او تراړکھل اېکسز د بلواګرې ډلې وسله والو شرخوښو بې …

اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د بلواګرو ډلې وسله والو شرخوښو په امنيتي ځواكونو د ډزو په نتيجه كښې اېف سي اهلكار شهيد او رېنجرز اهكار ژوبل شو۔ په آزاد کشمیر کښې د بلواګرو ډلې شرخوښو د عامه حقونو په پلمه تاوتریخوالي ته مخه کړې ده۔ د آزاد کشمیر پولیس له مخې په چھترہ ټوپی روډ کوپرہ پولیس چوکۍ (ضلع باغ) او تراړکھل اېکسز د بلواګرې ډلې وسله والو شرخوښو بې درېغه ډزې پېل كړې۔ د دې بزدلانه بريد په نتيجه كښې اېف سي اهلكار رحيم ګل شهيد او د پاكستان رېنجرز اهكار ژوبل شو۔د آزاد كشمير پوليس وياند له مخې امنيتي اهلكارو د مړانې او پېشه ور صلاحيت څرګندونه كولو سره د ډزو په بشپړ ځواب وركړو۔ امنيتي ځواكونو ځوابي كارروايۍ كښې يو بريد كوونكې ووژلو۔ د آزاد كشمير پوليس وياند له مخې قانون نافذ كوونكو ادارو سيمه محاصره كولو سره د تېښتې لاره خپلونكو درك لګولو له عمليات پېل كړي دي۔

مزید خبریں