نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل چوكۍ كانديد سفير اولارا اوتنو وليدل

  اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل چوكۍ كانديد سفير اولارا اوتنو د يوګنډا صدر خاص استازي او پخواني وزيراعظم روهاکانا روګونډا سره په ګډه وليدل٬ په دې موقع په بدل شوي نړيوال صورتحال او ګڼ اړخيزه نظام ته په پېښو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه وكړې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان …

 

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل چوكۍ كانديد سفير اولارا اوتنو د يوګنډا صدر خاص استازي او پخواني وزيراعظم روهاکانا روګونډا سره په ګډه وليدل٬ په دې موقع په بدل شوي نړيوال صورتحال او ګڼ اړخيزه نظام ته په پېښو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه وكړې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير ګڼ اړخيزه نظام لپاره د پاکستان د اوږدې مودې عزم پخلې كولو سره د دې نظام لا مضبوطولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل چې د ګڼ اړخيزه فورمز په شوې مفاهمتونو او پرېكړو د موثره عملدرامد د لارې دا نظام مستحكم كول پكار دے۔ ده د نړيوال قانون احترام او د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو په خاص توګه د فلسطين او د جمو و كشمير په اړه د قراردادونو په عملدرآمد په اهميت زور راوړٶ۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې د ملګرو ملتګونو راتلونكې سيکرټري جنرل به د عصر حاضر نړيوال چيلنجز مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو صلاحيت لا قوي كولو كښې موثره كردار ولوبوي٬ اولارا اوتنو نړيوال امن او سلامتيا لپاره د پاكستان د اوږدې مودې د خدماتو ستاېنه وكړه چې پكښې د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې د پاکستان ګډون هم شامل دے۔ ده سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د قيادت د سفارتي هلو ځلو هم ستائنه وكړه۔ روهاکانا روګونډا نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډارته د يوګنډا دورې بلنه هم وركړه۔

مزید خبریں