پاکستان مضبوط زرعي بنياد لري٬ مونږ له به خپل زرعي قوت په برآمدي آمدن كښې بدلول وي: رانا احسان افضل خان

  اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل خان وئيلي دي چې پاکستان مضبوط زرعي بنياد لري خو ولې د دې بشپړه برآمدي صلاحيت د زيات ويليو ايډيشن، بهترين معيار، په نړيواله كچه تسليم شوې سرټيفيکيشن او په نوي ماركيټ كښې د تنوع د لارې ترلاسه كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير لخوا …

 

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل خان وئيلي دي چې پاکستان مضبوط زرعي بنياد لري خو ولې د دې بشپړه برآمدي صلاحيت د زيات ويليو ايډيشن، بهترين معيار، په نړيواله كچه تسليم شوې سرټيفيکيشن او په نوي ماركيټ كښې د تنوع د لارې ترلاسه كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير لخوا ستراتېژك ډائيلاګ سيريز درېمې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل چې مونږ له به د غلې د برآمداتو نه وړاندې تلل وي او د پراسېسنګ، برانډنګ او د ويليو ايډيشن د لارې به خپل زرعي قوت په زيات برآمدي آمدن كښې بدلول وي۔ ده ووئيل پاكستان له به خپل زرعي و غذائي مصنوعاتو معيار٬ شېلف لائف او نړيوال مسابقت بهترولو سره د فوډ پراسېسنګ سهولتونه، جديد پيکيجنګ، کولډ چين انفراسټرکچر او سرټيفيکيشن نظام مضبوطول وي۔ ده ووئيل چې پاکستان مضبوط زرعي بنياد لري٬ مونږ له به خپل زرعي قوت په برآمدي آمدنۍ كښې بدلول وي

مزید خبریں