د پاكستان علماﺀ كونسل د بلوچستان بريد سخته غندنه وكړه  ٬ ترهګر اسلام سره هېڅ تعلق نه لري: طاهر اشرفي

  اسلام آباد۔4ستمبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د قومي پېغام امن كمېټۍ کوآرډینېټر حافظ طاهر اشرفی په بلوچستان كښې د پاكستان په امنيتي اهلكارو د وروستي بريد سختې غندنې كولو سره وئيلي دي  د هېواد د وسله والو ځواكونو او امنيتي ادارو قربانۍ به پاكستان كښې د تلپاتي امن او ثبات لاره هواره كړي۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې طاهر اشرفي ووئيل د پاكستان …

 

اسلام آباد۔4ستمبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د قومي پېغام امن كمېټۍ کوآرډینېټر حافظ طاهر اشرفی په بلوچستان كښې د پاكستان په امنيتي اهلكارو د وروستي بريد سختې غندنې كولو سره وئيلي دي  د هېواد د وسله والو ځواكونو او امنيتي ادارو قربانۍ به پاكستان كښې د تلپاتي امن او ثبات لاره هواره كړي۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې طاهر اشرفي ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه ٬ پوليس او امنيتي ادارې بلوچستان ٬ خېبر پښتونخوا او د هېواد په نورو برخو كښې د اولس او هېواد د سلامتيا تحفظ لپاره په مړانه خپل فرض ترسره كوي۔ ده ووئيل د اسلامي تعليمات له مخې د  هېواد د پولو او د اولس د ځان او مال تحفظ يوه مقدسه او ستره ذمه واري ده او د دې فرض ترسره كوونكي وګړي د عزت ٬ احترام او پېرزوئنو مستحق دي۔ ده په بلوچستان كښې د امنيتي اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دې هېواد په تېر وخت كښې هم د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان لخوا دا ډول بريدونه ليدلي دي د كومو د لارې چې جوماتونه ٬ عام وګړي ٬ پاك پوځ او امنيتي ادارې په نخښه كړې شوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ او انتها خوښۍ خلاف جنګ كښې د پاكستان امنيتي ادارو ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده شهيدانو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا كولو سره ووئيل د پاكستان امنيتي اهلكارو سترې قربانۍ به هېواد كښی امن ٬ سلامتيا او استحكام لپاره د قام عزم لا پياوړې كړي

مزید خبریں