اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې په غير قانوني هلو ځلو او ناامنۍ كښې د ككړو افغانانو په ضد كاروائۍ پېل شوي دي ٬ په لويو جرائمو كښې ككړ غېر قانوني مېشته افغانان كوربه هېوادونو لپاره امنيتي او انتظامي چيلنج جوړېږي۔ د افغان مجلې "خامه پريس" له مخې په تركيه كښې سږ كال په وړومبو اتو مياشتو كښې د 25 زره نه زيات په غېر …
ګرده نړۍ كښې په غير قانوني هلو ځلو او ناامنۍ كښې د ككړو افغانانو په ضد كاروائۍ

مزید خبریں
اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې په غير قانوني هلو ځلو او ناامنۍ كښې د ككړو افغانانو په ضد كاروائۍ پېل شوي دي ٬ په لويو جرائمو كښې ككړ غېر قانوني مېشته افغانان كوربه هېوادونو لپاره امنيتي او انتظامي چيلنج جوړېږي۔ د افغان مجلې “خامه پريس” له مخې په تركيه كښې سږ كال په وړومبو اتو مياشتو كښې د 25 زره نه زيات په غېر قانوني توګه مېشته افغان وګړي نيولې شوې دي، په ترکيه كښې په تېرو اتو مياشتو كښې نزدې 95 زره غير قانوني تارکينِ وطن په حراست كښې اخستلے شوي دي۔ د افغان ميډيا له مخې د ملګرو ملتونو تر مخ د كال 2026 په وړومبو پنځو مياشتو كښې د 13 زره نه زيات افغان وګړي تركيه څخه شړلې شوې دي۔ د پوهانو له مخئ طالبان رجيم كښې د افغانستان بد تر معاشي صورتحال له امله د زرګونو په شمېر افغان وګړي د ښه سباٶن په لټون كښې په غېر قانوني توګه بهر هېوادونو ته په تللو مجبور دي٬ په سنګينو جرائمو كښې ككړ غېر قانوني مېشته افغانان كوربه هېوادونو لپاره امنيتي او انتظامي چيلنج جوړېږي۔











