اسلام آباد۔4ستمبر(اے پی پی) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی د ادارہ فروغ قومی زبان دورې په موقع د قامي ژبې ٬ ادب او علمي سرمايې په نړيواله كچه د ځلولو په حاجت زور راوړے دے۔ وفاقی وزیر د ادارې اي ډي ډاكټر راشد حمید ته د هغه د لاس ليكلو 5 كتابونو د نصاب برخې په جوړېدو مباركي وركولو سره د هغه د …
د وفاقی وزیر اورنګزېب خان کھچی د ادارہ فروغ قومي زبان دورہ، د قومي ژبې و ادب ودې له د كتابونو په نړيواله كچه معارفي كولو زور

مزید خبریں
اسلام آباد۔4ستمبر(اے پی پی) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی د ادارہ فروغ قومی زبان دورې په موقع د قامي ژبې ٬ ادب او علمي سرمايې په نړيواله كچه د ځلولو په حاجت زور راوړے دے۔ وفاقی وزیر د ادارې اي ډي ډاكټر راشد حمید ته د هغه د لاس ليكلو 5 كتابونو د نصاب برخې په جوړېدو مباركي وركولو سره د هغه د علمي ٬ ادبي او تدرېسي خذمات ستائنه وكړه۔ هغه په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره وفاقي وزير اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې د ادارہ فروغ قومي زبان علمي و تحقیقي کار د قومي كچې سره سره په نړيواله كچه هم په مؤثر ډول معارفي كړئ۔ وفاقي وزير ووئيل په اردو ژبه كښې د شائع شوو مهمو كتابونو دې په نورو ژبو كښی هم ترجمې وكړې شي او د دې نندارتونونه دې د هېواد تر بېلو ښارونو محدود كولو په ځائے په نړيواله كچه وكړے شي۔ ده په خاص توګه په منځني آسيائي هېوادونو كښې د پاكستانو كتابونو او علمي سرمايې د نندارتون كولو وړاندېز وركړو۔ ده ووئيل د پاكستان په كلتور ٬ تاريخ او تهذيب مشتمل كتابونه دې په نړيواله كچه معارفي كړے شي د كومو ژباړنه چې په روسې ، آذربائیجانې، ازبک او فارسی ژبو كښې شوې ده۔ وفاقی وزیر د ادارې لا ښه واالي او د دې كاركردګي مؤثره كولو له اړوندو چارواكو ته بېل وړاندېزونه هم وركړل او په دې خبره يۍ زور راوړو چې د ملي ژبې او ادارې ودې له دا د عصري غوښتنو سره همكاره كولو له ګامونه واخلئ ۔ وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ملي ژبې ٬ ادب ٬ تاريخ او كلتوري ورثې ودې له به اقدامات روان ساتلې شي او د پاكستان علمي او ادبي سرمايه به په نړيواله كچه په بشپړ ډول معارفي كولې شي











