لاهور04 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان په قلات ضلع كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم قلات ضلع كښې د فتنه الهندوستان 12 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پېشه وره صلاحيتونه او مړانه وستائيله۔ وزيراعظم …
وزيراعظم په قلات كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
لاهور04 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان په قلات ضلع كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم قلات ضلع كښې د فتنه الهندوستان 12 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پېشه وره صلاحيتونه او مړانه وستائيله۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت تر ختمولو به جنګ روان وي،د امنيتي ځواكونو افسران و اهلکار د هېواد امن ته زيان رسوونكو په ضد مؤثره کارروائي كوي۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد حفاظت لپاره غير متزلزل عزم كښې زما پشمول ټول قام د وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے ۔د ترهه ګرو د بلوچستان امن تباه کولو ناوړه عزائم به چري هم كامياب نشي۔











