پاکستان د سختو مالياتي، ساختي او د انتظامي اصلاحاتو د لارې د معاشي بحالۍ مشكله مرحله په کاميابۍ سره ترسره كړې ۔ د وزيراعظم د اے ډي بي نائب صدر سره ملاقات كښې خبرې

  اسلام آباد 04 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اوږد مهاله معاشي بدلون لپاره د حکومت د كاك عزم پخلي كوول سره وئيلي دي  انتظامي خنډانو ختمولو لپاره خاص ټاسك فورسز د لارې كوټلي ګامونه پورته كوو، پاکستان د سختو مالياتي، ساختي او انتظامي اصلاحاتو د لارې د معاشي بحالۍ مشكله مرحله په کاميابۍ سره ترسره كړې٬  د دې اصلاحاتو په نتيجه كښې د هېواد معيشت …

 

اسلام آباد 04 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اوږد مهاله معاشي بدلون لپاره د حکومت د كاك عزم پخلي كوول سره وئيلي دي  انتظامي خنډانو ختمولو لپاره خاص ټاسك فورسز د لارې كوټلي ګامونه پورته كوو، پاکستان د سختو مالياتي، ساختي او انتظامي اصلاحاتو د لارې د معاشي بحالۍ مشكله مرحله په کاميابۍ سره ترسره كړې٬  د دې اصلاحاتو په نتيجه كښې د هېواد معيشت ممستحكم شوے او د سرمايه کارو باور بحال شوے دغسې فچ، موډيز او اېس اينډ پي پشمول نړيوالو کريډټ ريټنګ ايجنسيو د پاکستان لپاره د مستحکمې معاشي منظرنامې درجه بندي کړې ده۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ايشين ډويلپمنټ بينك (اے ډي بي) جنوبي، مينځني او لويديز ايشيا نائب صدر ينګ منګ يانګ د وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وكړو۔وزيراعظم ينګ منګ يانګ په درناوي كښې د سهار نعري اهتمام وكړو۔ملاقات كښې د پاکستان او ايشيائي ترقياتي بينك ترمينځه په څو لسيزو اډانه د پرمختيائي شراکت دارۍ جاج واخستلے شو او د نوي کنټري پارټنرشپ سټريټيجي (سي پي ايس) 2026-2030 ترمخه په  ترجيحي څانګو كښې په اقدامات غور وشو۔وزيراعظم ينګ منګ يانګ په دې حيثيت سره د پاکستان د وړومبۍ سركاري دورې هركلے وكړو او په  پاکستان كښې د شهري بنيادي ډھانچې، ټرانسپورټ او اولسي خدماتو مهمو پروژو بشپړولو كښې ئې د اے ډي بي پرله پںې پيشه وره کارکردګي او په وخت مرسته وستائيله۔وزيراعظم ووئيل پاکستان سختو مالياتي، ساختي او انتظامي اصلاحاتو د لارې مشكله د معاشي بحالۍ مرحله په کاميابۍ سره ترسره كړي ٬ د دې اصلاحاتو په نتيجه كښې د هېواد معيشت ممستحكم شوے او د سرمايه کارو باور بحال شوے ،دغسې فچ، موډيز او اېس اينډ پي پشمول نړيوال کريډټ ريټنګ ايجنسيو د پاکستان لپاره د مستحکمې معاشي منظرنامې درجه بندي کړې ده۔ده ووئيل د اوږد مهاله معاشي بدلون لپاره حكومت په كلك عزم سره انتظامي ختنډانو لري كولو له خاص ټاسك فورسز د لارې موثر اقدامات کړي۔ملاقات كښې د کراچۍ نه تر پېښور  د مين لائن-1 (ايم ايل-1) ريلوے کوريډور په جديد ډول اپ ګريډيشن ته خاص پام لرنه وشوه۔ملاقات كښې د اېم ايل-1 په منصوبه زر تر زره عملي کار پيل كولو په حاجت زور راوړلے شو دغسې د بنيادي ډھانچې پرمختګ او هېواد كښې د رابطو نظام جديد جوړولو عمل به تند كړے شي۔د ملاقات په آخر د دې هزم څرګندونه وشوه چې کنټري پارټنرشپ سټريټيجي 2026-2030 ترجيحات به په كوټلي او موثره اقدامات بدلولې شي كوم به چې تل پاتي معاشي پرمختګ ته ودي وركولو سره سره د پاکستان اولس د ژوند معيار ښه كولو له مرستياله وګرځي۔

مزید خبریں