اسلام آباد ۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د هندي پوځ په هر ډګر زوال روان دے ٬ د ځان وژنو٬ تربيتي پیښو او د وسلې غلا د نااهلۍ پرده وشلوله۔ تفصيلات تر مخه د هند پوځ ته د جنګ د مېدان سر سره داخلي نظام ٬ تربيې او امنيتي اقدامات كښې هم سنګين چېلنجونه ورمخې ته دي٬ د مودي په انتها پسنده تګلاره د كاربند هندي پوځ په …
د هندي پوځ په هر ډګر زوال ٬ ځان وژنو٬ تربيتي پیښو او د وسلې غلا د نااهلۍ پرده وشلوله

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د هندي پوځ په هر ډګر زوال روان دے ٬ د ځان وژنو٬ تربيتي پیښو او د وسلې غلا د نااهلۍ پرده وشلوله۔ تفصيلات تر مخه د هند پوځ ته د جنګ د مېدان سر سره داخلي نظام ٬ تربيې او امنيتي اقدامات كښې هم سنګين چېلنجونه ورمخې ته دي٬ د مودي په انتها پسنده تګلاره د كاربند هندي پوځ په ناقصه تربيه او په وظيفائي كاركردګۍ پوښتنې رامخې ته شوي دي۔ د هند جريده انډيا ټو ډے تر مخه پخواني د هند پوځي سيوانند رېډي د زمكې الاټمنټ په شخړه كښې په تاخير په زړه ماتېدو ځان د وژلو هڅه وكړه ٬ پخواني هندي پوځي د تېرو 20 كلونو نه د دفاعي اهلكارو لپاره د زمكې اغستو لپاره هڅې كولې۔ د هند جريده دي نيو انډين ايكسپرېس تر مخه تېر كال د هندي پوځ ادارې سي آر پي ايف كښې 59 اهلكارو په مايوسۍ او د ذهني فشار له امله ځانونه وژلي وو۔د هند ميډيا نيوز 18 تر مخه د هند په هريانه ښار كښې د پوځي تربيې مشق په مهال 5 پوځيان په درياب كښې لاهو شوي چې پكښې 2 لا بې دركه دي۔ 18 نيوز ليكلي د رپورټس تر مخه د مشق په مهال د فني خرابۍ پېدا كېدو څخه بېړۍ په تندو اوبو كښې اوبهېده۔دغسې د هند دي هندو جريده تر مخه د هند په سكندر آباد سيمه كښې د پوځي كېمپ نه د څلورو ټوپكو بشمول د نوره وسلې غلا د امنيت په اړه پوښتنې رامخې ته شوي دي٬ تورنو د ډېر امنيت سيمې ته په ننوتلو تر پوځي وسلې ځان په آسانه رسولے دے۔ د ځان وژلو پیښو او تر وسلې غلا د هندي پوځ ناقصه جنګي معيار ٬ كمزورې تربيې او د بد انتظامي په اړه ګرده نړۍ كښې پوښتنې رامخې ته شوي دي۔











