پاكستان به ګڼ اړخيزه نظام او نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو د مؤثر كردار ملاتړ دوامدار ساتي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستان به ګڼ اړخيزه نظام او په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو د مؤثر كردار ملاتړ دوامدار ساتي، په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د ملګرو ملتونو پلېټ فارم او ګڼ اړخيزه همكاري لا مضبوطول د وخت مهم ضرورت دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګنونه ده د …

اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستان به ګڼ اړخيزه نظام او په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو د مؤثر كردار ملاتړ دوامدار ساتي، په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د ملګرو ملتونو پلېټ فارم او ګڼ اړخيزه همكاري لا مضبوطول د وخت مهم ضرورت دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګنونه ده د جمعې په ورځ د لته د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر منصب كانديد سفیر اولارا اوتونو سره ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د يوګنډا د صدر خصوصي استازې او د يوګنډا پخوانې وزيراعظم روهاکانا روګونډا هم ده سره و۔ په ملاقات نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار، د وزیراعظم خصوصي مرستيال طارق فاطمی او خارجه سېكرټري آمنه بلوچ هم موجود وه۔ په ملاقات كښې وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او مقصدونو سره د پاكستان د كلك تړون پخلې وكړو۔ وزيراعظم د نړيوال قانون او د نړيوالو لوظنامو د احترام باوري كولو په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان به ګڼ اړخيزه نظام او په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو د مؤثر كردار ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د ملګرو ملتونو پلېټ فارم او ګڼ اړخيزه همكاري لا مضبوطول د وخت مهم ضرورت دے۔ وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونو نوې ټاكل كېدونكې عمومي سېكرټري به د ملګرو ملتونو درې بنيادي ستنو امن ٬ سلامتيا پرمختګ او بشري حقونو ته خاص پاملرنه كوي۔ اولارا اوتونو د ګڼ اړخيزه نظام ودې او د ملګرو ملتونو درې بنيادي ستنو له په زړه پورې خذمات ترسره كولو د پاكستان مننه وكړه۔ ده نړيوال امن او سلامتيا لپاره په روانو هڅو كښې د پاكستان د مشرتابه او كردار ستائنه هم وكړه۔

مزید خبریں