د ټيكس په نظام كښې د اصلاحات د لارې محصولات زياتېدے شي۔ د خزانې وزير د اېشين ډوېلپمنټ بېنك تر سېوري لاندې ډائيلاګ كښې څرګندونې

  اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وزيرمملكت بلال اظهر كياني وئيلي دي  پاكستان له په كورنۍ كچه  وسائل فعاله كول د وخت مهم ضرورت دے، د ټيكس په نظام كښې د اصلاحات د لارې محصولات زياتېدے شي، د نجي څانګې سره د مشاورت عمل اداره جاتي كوٶ۔ د زيارت په ورځ اسيائي پرمختيائي بېنك تر سېوري لاندې د ټيكس نظام د لارې د مالياتي استحكام په …

 

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وزيرمملكت بلال اظهر كياني وئيلي دي  پاكستان له په كورنۍ كچه  وسائل فعاله كول د وخت مهم ضرورت دے، د ټيكس په نظام كښې د اصلاحات د لارې محصولات زياتېدے شي، د نجي څانګې سره د مشاورت عمل اداره جاتي كوٶ۔ د زيارت په ورځ اسيائي پرمختيائي بېنك تر سېوري لاندې د ټيكس نظام د لارې د مالياتي استحكام په مكالمه خپلې وېنا كښې ده ووئيل پاكستان له په كورنۍ كچه وسائل فعاله كول د وخت مهم ضرورت دے، د ټيكس په نظام كښې د اصلاحات د لارې محصولات زياتېدے شي، ايف بي آر كښې  د اصلاحات په حواله وزيراعظم محمد شهباز شريف چې څومره پاملرنه كړې په ماضي كښې مثال نه لري، ده ووئېل وزيراعظم هره اوونۍ كښې د ايف بي آر اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډه كښې ګډون كوي٬ د جاج اغستو  غونډه كښې فيس ليس كسټمز، ټريك اينډ ټريس او د ډيجيټل انوائسنګ پشمول ادارو كښې د اصلاحات په اړه ټولې چارې احاطه كېږي۔ ده ووئيل  په ايف بي آر كښې اصلاحات په خاص توګه د ټېكس نوې آپريټنګ ماډل په حواله د اسيائي پرمختيائي بېنك مرسته د ستائنې وړ ده، دې سره د ايف بي آر په كارګردګۍ كښې ځانګړے ښه والے روان دے  او دا سلسله به په سباٶن كښې هم روانه وي،  ده ووئېل د ټيكس وركوٶنكو ته سهولتونه وركولو په لړ كښې انساني مداخلت لا كموٶ۔ وزير مملكت ووئيل په ايف بي آر كښې اېكسپورټرز سهولت لپاره كمېټي جوړه كړې ده چې پكښې د اېف بي آر چارواكو نه علاوه اېكسپورټرز هم شامل كړې شوي ٬ د دې اقدام مقصد نجي څانګې سره د مشاورت عمل اداره جاتي جوړول دي٬ ده ووئيل  د ري ټيلرز ټيكس سكيم پېل نه وړاندې شراكت دارو سره تفصيلي مشاورت شوے ٶ او د دوي شكايتونه لرې كړې شوې دي٬ د سكيم له مخې ټول عمل آسان كړې شوے دے، ري ټيلرز ته يوازې د يوې پاڼې جمع كولو سهولت وركړے شوے دے

مزید خبریں