اولس ته د روغتيا سهولتونه وركولو ته حكومت وړومبۍ  پام لرنه كوي ٬ د روغتيا په څانګه كښې دې د اصلاحات عمل لا ګړندے كړے شي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

  اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اولس ته د روغتيا  سهولتونو وركولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي  ٬ د روغتيا په څانګه كښې دې د اصلاحات عمل لا ګړندے كړے شي۔ ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د جناح ميډيکل کمپليکس و ريسرچ …

 

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اولس ته د روغتيا  سهولتونو وركولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي  ٬ د روغتيا په څانګه كښې دې د اصلاحات عمل لا ګړندے كړے شي۔ ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د جناح ميډيکل کمپليکس و ريسرچ سينټر او  فيډرل ګورنمنټ پولي کلينک فيز 2  ايکسټينشن جوړولو په اړه د جاج اسغتو غونډه وشوه    ۔ وزيراعظم ووئيل اولس ته د صحت  سهولتونه وركولو ته حكومت وړومبۍ  پام لرنه كوي ٬ د روغتيا په څانګه كښې دې د اصلاحات عمل لا ګړندے كړے شي۔ ۔ په غونډه كښې د مجوزه جناح ميډيکل کمپليکس و ريسرچ سينټر ودانۍ جوړولو په اړه مختلف تعميراتي ډيزائن او تجويزونه وړاندې كړے شول۔ غونډې ته د پولي کلينک فيز 2 ايکسټينشن كښې په پيشرفت هم بريفنګ وركړے شو۔  غونډه كښې په سيکټر جي 11 كښې    د جوړېدونكې فيډرل ګورنمنټ پولي کلينک ايکسټينشن د جناح ميډيکل کمپليکس د وړومبي فېز په توګه د پېل كولو پرېكړه وشوه٬ د دې پرېكړې مقصد روغتون زر فعاله كول او وګړو ته د روغتيا ښه سهولتونه وركول دي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د جناح ميډيکل کمپليکس وړومبے فيز دې تر مارچ 2027 بشپړ كړے شي، د جناح ميډيکل کمپليکس اينډ ريسرچ سينټر وړومبے فيز كښې دې جديد او د سټيټ آف دي آرټ هسپتال جوړولو په اړه هر ممكن اقدامات وكړے شي، په روغتون كښې دې جديد او هائي ټيک مشينرۍ ولګولې  شي٬ د منصوبې پيشرفت سره سره دې د تھرډ پارټي ويليډيشن روان وساتلے شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، سيد مصطفيٰ کمال، سردار اويس احمد خان لغاري او اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو

مزید خبریں