اسلام آباد ۔03 ستمبر (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره د مالديپ هائي كمشنر ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان او مالديپ ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې٬ د شريكې خوښې په چارو او د مرستې په نوو موقعو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال ووئېل د پاكستان او مالديپ ترمينځه د اوږدې مودې او ملګرتيا سفارتي اړيكې قائم دي …
د روغتيا وفاقي وزير سره د مالديپ هائي كمشنر ملاقات٬د روغتيا په څانګه كښې په دوه اړخيزه مرستې د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔03 ستمبر (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره د مالديپ هائي كمشنر ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان او مالديپ ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې٬ د شريكې خوښې په چارو او د مرستې په نوو موقعو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال ووئېل د پاكستان او مالديپ ترمينځه د اوږدې مودې او ملګرتيا سفارتي اړيكې قائم دي د كومو چې لا قوي كولو لپاره د روغتيا په څانګه كښې مرستې ته هم پراختيا وركول پكار ده ۔په ملاقات كښې د روغتيا وزارت او مالديپ هائي كمشنر ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې جامع مفاهمتي يادښت(ايم او يو)ته د حتمي شكل وركولو پريكړه وشوه ۔د مجوزه مفاهمتي يادښت له مخې د روغتيا په څانګه كښې دوه اړخيزه مرسته به لا مستحكمه كړی شي او ريګوليټري نظام٬طبي خذمات٬ميډيكل ټورازم او د روغتيا نورې مهمې څانګې به د دې مرستې برخه وي۔مالديپ هائي كمشنر ووئېل چ د مالديپ صدر اكتوبر 2026 كښې د پاكستان دوره متوقع ده٬د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال ووئئېل پاكستان د هېلت ټورازم ودې لپاره عزم لري٬د پاكستان او مالديپ د روغتيا او سېلګري يو كولو سره د دواړو هېوادونو اولس لپاره نوې موقعې راپېدا كولې شي۔ده ووئيل د روغتيا په څانګه كښې شريكه مرسته به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مستحكمې كړي بلكې طبي خذمات٬سرمايه كاري٬ريګوليټري مرسته او ميډيكل ټورازم په څانګو كښې نوې امكانات به هم راپیدا شي۔په ملاقات كښې د دې عزم څرګندونه وكړې شوه چې د پاكستان او مالديپ ترمينځه تاريخي او د اوږدې مودې ملګرتيا اړيكې به د روغتيا په څانګه كښې عملي مرستې د لارې لا قوي كړې شي۔











