اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د پټروليم مصنوعات بيعو په اړه د كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د بيعو د تعين د موجوده نظام جاج واخستلے شو او بيعو كںښې لا سپېځلتيا سره سره صارفينو له بيعو كښې د غير ضروري لاندې باندې څخه تحفظ وركولو په اقدامات غور وشو۔د پټروليم ډويژن وياند له مخې كمېټۍ د …
د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د پټروليم مصنوعات د بيعو په اړه د كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د پټروليم مصنوعات بيعو په اړه د كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د بيعو د تعين د موجوده نظام جاج واخستلے شو او بيعو كںښې لا سپېځلتيا سره سره صارفينو له بيعو كښې د غير ضروري لاندې باندې څخه تحفظ وركولو په اقدامات غور وشو۔د پټروليم ډويژن وياند له مخې كمېټۍ د موجوده بيعو د تعين نظام لا موثره كولو لپاره ګڼ سفارشات ته اتفاق وكړو او پريكړه وشوه چې حتمي رپورټ به زر تر زره غور او منظورۍ لپاره وزيراعظم ته وړاندې كولې شي۔د ډيزل بيعو تعين په اړه كمېټۍ هنګامي صورتحال كښې د قواعد و ضوابط ترمخه ممكنه مداخلت لپاره د لارښونې اصولو منظوري وركړه۔كمېټۍ د پيټرول بيعو تعين فارمولے په اړه د اړوندو سفارشات هم جاج واخست او د پيټرول بيعي تر جون 2027ء ډي ريګوليټ كولو ممكنه هدف يې مقرر كړو دغسې چې په مسابقتي او ماركيټ اډانه د بيعو نظام په وخت منتقلي باوري كړې شي او صارفين ته په بيعو كښې غير ضروري لاندې باندې څخه تحفظ ترلاسه شي۔ په غونډه كښې د موجوده آئي ايف اي ايم نظام هم جاج واخستلے شو او آئي ايف اي ايم حساب لپاره نظرثاني شوي تګلاري ته اتفاق وكړر شو۔ اوګرا باور وركړو چې مالي كال 2026 لپاره د آئي اېف اي ايم آډټ كيلنډر به كال 2026 تر آخر كښې بشپړ كړے شي۔











