د نائب وزيراعظم  اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه،د پاكستان كڼ اړخيزه سفارتي هلو ځلو جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ د يوې غونډي مشري  وكړه چې پكښې د پاكستان د سباؤن ګڼ اړخيزه سفارتي هلو ځلو پشمول د ملګرو ملتونو  د جنرل اسمبلۍ 81مه غونډې كښې د ګډون د چمتو والي نيولو جاج واخستلے شو۔د خارجه دفتر له مخې د خارجه وزارت د ملګرو ملتونو خصوصي سيكرټري نائب وزيراعظم …

 

اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ د يوې غونډي مشري  وكړه چې پكښې د پاكستان د سباؤن ګڼ اړخيزه سفارتي هلو ځلو پشمول د ملګرو ملتونو  د جنرل اسمبلۍ 81مه غونډې كښې د ګډون د چمتو والي نيولو جاج واخستلے شو۔د خارجه دفتر له مخې د خارجه وزارت د ملګرو ملتونو خصوصي سيكرټري نائب وزيراعظم له د سباؤن هلو ځلو چمتوالي او مهمو چارو په اړه بريفنګ وركړو۔ نائب وزيراعظم د پاكستان د ترجيحات په اړه رهنمائي وركړه او اړوندو چارواكو ته ئې  د جامع چمتوالي نيولو  او موثره رابطه كاري  د باوري كولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې د خارجه وزارت اړوندو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں