د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې هېواد كښې د غنمو د پانګو جاج اغستو لپاره غونډه

  اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په هېواد كښې د غنمو پانګو صورتحال جاج اغستو لپاره د زيات په ورځ د غونډي مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم د غنمو درآمد په اړه د چارو حل كوول ،بيعو كښې استحكام او  د ذخيره اندوزۍ مخنيوي لپاره ټولو صوبو ، د …

 

اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په هېواد كښې د غنمو پانګو صورتحال جاج اغستو لپاره د زيات په ورځ د غونډي مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم د غنمو درآمد په اړه د چارو حل كوول ،بيعو كښې استحكام او  د ذخيره اندوزۍ مخنيوي لپاره ټولو صوبو ، د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزارت او تجارت وزارت د اړخه مرسته او شريكه رابطه وستائيله۔ده پاسكو ته سپارښتنه وكړه چې د اي سي سي او سټيئرنګ كمېټۍ منظور كړی شوې كوټې له مخې دې صوبو له په سمدستي توګه غنم وركړے شي۔ده صوبو ته هم سپارښتنه وكړه چې د غنمو په وخت ادائيګي وكړي او د خپلې برخې غنم په وخت يوسي۔په غونډه كښې د يو ملين ميټرك ټنه غنمو درآمد كولو  د پريكړې پخلے وكړے شو كومو لپاره چې ټي سي پي ته په سمدستي توګه  د عملدرآمد پيل كولو سپارښتنه وشوه۔په وړومبي پړاؤ كښې به  250,000 ميټرك ټن غنم درآمد كولې شي د كومو ترسيل چې نومبر كښې مقرر كړے شوے۔ نائب وزيراعظم ووئيل ټولي اړوندې ادارې دې نزدې رابطې لرلو سره كار وكړي دغسې چې هېواد كښې د غنمو زيات مقدار،بيعو كښې استحكام او صارفينو له ريليف باوري كړے شي۔په غونډه كښې د غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير ، د تجارت وفاقي وزير،د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه،د تجارت سيكرټري او قومي غذائي تحفظ و تحقيق سيكرټري ، صوبائي حكومتونو نمائندګانو او وفاقي و صوبائي حكومتونو سينئر افسرانو ګډون كولو۔

مزید خبریں