مكه لوظ نامه دفاعي شراكتدار ي په پرمختيائي شراكتدارۍ د بدلولو بنياد ګړځېدے شي ۔احسن اقبال

  لاهور 03 ستمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي مكه مشتركه دفاعي لوظ نامه يوازې تر پوځي مرستې محدود نه ده بلكې دا د امنيتي٬ټيكنالوجۍ٬تحقيق٬ سرمايه كارۍ٬سيمه ايزو رابطو او معاشي مرستې تر پراخه ډهانچې بنياد جوړول پكار دي٬د پاكستان٬سعودي عرب او تركيې ترمينځه د شراكتدارۍ اصل اهميت  ےد دواړو واړو هېوادونو شريك صلاحيتونه د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره كارول دي۔د …

 

لاهور 03 ستمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي مكه مشتركه دفاعي لوظ نامه يوازې تر پوځي مرستې محدود نه ده بلكې دا د امنيتي٬ټيكنالوجۍ٬تحقيق٬ سرمايه كارۍ٬سيمه ايزو رابطو او معاشي مرستې تر پراخه ډهانچې بنياد جوړول پكار دي٬د پاكستان٬سعودي عرب او تركيې ترمينځه د شراكتدارۍ اصل اهميت  ےد دواړو واړو هېوادونو شريك صلاحيتونه د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره كارول دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ يونيورسټي آف لاهور كښې يوې دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه ٬ چې پكښې سياسي٬پخوانو عسكري چارواكو٬بيورو كريټس٬خبريالانو٬بزنس كميونټۍ كسانو ګډون وكړو ۔وفاقي وزير ووئيل په مكه لوظ نامه خبره كولو كښې دا ګڼل ضروري دي چې دا يوازې د دفاع په څانګه كښې نه بلكې  د پوهنتونونو٬ليبارټريز٬ټېكنالوجي٬تحقيق او اختراع په څانګو كښې د مرستې هم يو پراخه موقع ده۔احسن اقبال ووئيل  مكه مكرمه كښې پاكستان٬سعودي عرب او  د تركيې ترمينځه تاريخي لوظ نامه شوې په كومه چې وزيراعظم محمد شهباز شريف٬ د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او صدر رجب طيب اردوان لاس ليك كړے۔ده ووئيل  د لوظ نامې بنيادي اصول ښكاره دي چې په يو هېواد بريد به په درېو واړو هېوادونو بريد ګڼلے شي۔وفاقي وزير ووئيل بدل شوې نړيوال صورتحال كښې د مكه لوظ نامې اهميت لا زيات شوے٬خو دا نړيوال نظام لپاره د يو چېلنج په توګه نه بلكې د زيات مستحكم سيمه ايز او نړيوال نظام پلو د يو ګام په توګه كتل پكار دي۔ده ووئيل  نړۍ يو نوې او په تندۍ سره د بدلېدونكې نړيوال نظام پلو روانه ده ٬چين د يو لويې معاشي او تكنيكي طاقت په توګه رامخې ته شوے ٬روس بدستور په نړيواله كچه ځانګړے اسټريټېجك اثر و رسوخ لري٬امريكا نن هم د نړۍ په غالبو طاقتونو كښې شامل ده او اروپا په خپل دفاعي او سكيورټي سسټم نظرثاني كوي۔ ده ووئېل خليجي هېوادونه په معاشي او سفارتي كچه زياته خپلواكي ترلاسه كوي او تركيه  د يو قوي او يو خپلواكه سيمه ايز طاقت په توګه رامخې ته كيږي۔ده ووئيل  پاكستان ثابته كړی چې كله خپلواكي چېلنج كړی شي نو قام په همت او عزم سره يو موټے شي۔د پاكستان راتلونكې لويې قامي هلې ځلې به  د جنګي الوتكو د لارې نه بلكې د برآمدات٬تعليم او ټېكنالوجۍ د لارې وي۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئېل  د پاكستان په وړاندې بنيادي پوښتنه دا ده چې آيا 26 كروړه آبادي په معاشي طاقت  بدلولې شي٬مونږ له به په لاكهونو ځوانان پاكستاني سائنسمدار٬انجينئرز٬كاروباريان٬هنرمند او برآمد كوونكي جوړول وي۔

 

 

 

مزید خبریں