اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د يورو بانډز كاميابې اجراء نه د كريډټ ريټنګ نړيوالو ايجنسيو، نړيوال مالياتي ماركيټ او د سرمايه كارو د بحالېدونكي باور عكاسي كېږي، ډھانچه جاتي اصلاحات د تل پاتي اقتصادي استحكام د سفر يوه مهمه برخه ده، د معاشي استحكام په سفر كښې د پاكستان سره د اسيائي پرمختيائي بېنك د مرستې، ملاتړ …
د يورو بانډز د كاميابې اجراء نه د كريډټ ريټنګ نړيوالو ايجنسيو، نړيوال مالياتي ماركيټ او د سرمايه كارو د باور بحالېدو عكاسي كېږي۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب د اے ډي بي ترسېوري لاندې دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د يورو بانډز كاميابې اجراء نه د كريډټ ريټنګ نړيوالو ايجنسيو، نړيوال مالياتي ماركيټ او د سرمايه كارو د بحالېدونكي باور عكاسي كېږي، ډھانچه جاتي اصلاحات د تل پاتي اقتصادي استحكام د سفر يوه مهمه برخه ده، د معاشي استحكام په سفر كښې د پاكستان سره د اسيائي پرمختيائي بېنك د مرستې، ملاتړ او معاونت مننه كوٶ۔ د زيارت په ورځ د اېشين ډوېلپمنټ بېنك تر سېوري لاندې په پاكستان كښې مالي پائيدارۍ لپاره د ټيكسيشن په موضوع د لوړې كچې د خبرو اترو دستورې ته خپلې وېنا كښې د خزانې وزير ووئيل پاكستان په نړيوال كيپټل ماركيټ كښې په دوو قسطونو مشتمل د 3 اربه ډالرو ماليت يورو بانډز جاري كړې دي كوم چې د هېواد په تاريخ كښې هم د يو ټرانزيكشن د لارې په نړيواله كچه د فنډز جمع كولو يو لوي رېكارډ دے، دا د كريډټ ريټنګ د درېو نړيوالو اېجنسو لخوا د پاكستان په كريډټ ريټنګ كښې د بهترۍ نه وروستو د نړيوالو مالياتي ادارو او د سرمايه كارو لخوا د پاكستان په معيشت او په تلپاتې معاشي اقدامات د باور څرګندونه ده۔ د خزانې وزير ووئيل يورو بانډز لپاره د نړيوالو سرمايه كارو لخوا نزدې د 6 اربه ډالره وړاندېز موصول شوے كوم چې د جاري كړې بانډز ماليت څخه يو په دوه زيات دے٬ د دې نه علاوه ټرانزيكش كښې د نړۍ بېلو منطقو٬ اسياء٬ مېنځني ختيز٬ اروپا او امريكې څخه تعلق لرونكو متنوع اداره جاتي سرمايه كارو د بشپړه خوښۍ څرګندونه كړې كوم چې په نړيوال مالياتي ماركيټ كښې په پاكستان د سرمايه كارو د بحالېدونكي باور مهم علامت دے۔ ده ووئيل د داخلي ماليات په څانګه كښې چې د اصلاحات كوم عمل پېل شوے ٶ دغسې په بهرنو مالياتو كښې هم اقدامات شوي او د درې كلنه تجديد شوے ګلوبل ميډيم ټرم نوټ پروګرام له مخې وړومبے بانډ جاري شوے۔ د خزانې وزير ووئيل مالياتي نظم و ضبط ته تر بهرني فنانسنګ د پراختيا وركولو مقصد دپور اخستو شرطونه ښه كول٬ د پورونو موده زياتول، د مالي وسائلو ذريعې متنوع كول، رول اوور او د ري فنانسنګ خطرې كمول او د هېواد د خپلواكه قرضو مجموعي پروفائل ښه كول دي۔ ده ووئيل يو څو كاله وړاندې د حسابات جاريه كھاتو د او مالي خسارې حجم د هېواد د مجموعي قامي پيداوار 12.5 فيصد ٶ كوم چې د جون په پائې كښې 2.6 فيصد ته راغلے٬ د مالي زيان حجم د 22 كالو په كمه كچه دے٬ د حسابات جاريه په كھاتو كښې ښه والے راروان دے، په تېرو دريو كالو كښې پرائمري سرپلس ترلاسه شوے٬ په مالياتي استحكام ترلاسه كولو كښې مونږ كاميابۍ موندلې او مونږ له دا سفر روان ساتل دي۔ د خزانې وزير ووئيل د ډھانچه جاتي اصلاحات په سفر كښې ايف بي آر كليدي كردار لوبولے دے، حكومت د اصلاحات په پروګرام عمل كوي، حكومتي خرڅونه كم كړې شوي، د پور د ادائيګۍ خرڅونه كم كړې شوي٬ په تېرو دوو كالو كښې د ايف بي آر په محصولات كښې 40 فيصده زياتوالے راغلے ، د تېر مالي كال په مهال د 13 ټريلين روپو ټېكس جمع شوے۔ د خزانې وزير ووئيل كله چې مونږ دا سفر پېل كړے ٶ كوم چې د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكسونو شرح 8.8 فيصد ٶ او كوم چې اوس په زياتېدو سره 10.3 فيصد ته راغلے، مونږ ته معلومه ده چې دا شرح نوره زياتول دي۔ ده ووئيل د ايف بي آر چئيرمين د تعيناتۍ په وخت باور وركړے شوے ٶ چې وزيراعظم او د خزانې وزير به د ايف بي آر د افسرانو په تقررۍ او تعيناتۍ كښې كوم سفارش نه كوي۔ ده ووئيل د معاشي استحكام سفر مخ په سم لوري دے، مونږ له د اقداماتو لړۍ روانه ساتل دي٬ د معاشي استحكام په سفر كښې د پاكستان سره د اسيائي پرمختيائي بېنك د مرستې، ملاتړ او معاونت مننه كوٶ۔











