اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي):وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټريډ فيسلي ټيشن بورډ جوړولو منظوري وركړې ده ، بورډ به د تجارت په بشپړه سپلائي چين كښې ښه والي راوستو او د پولې پورې غاړه د تجارت په اړه د ټولو نان ټيرف چارو پرېكړې كوي او د تجارت ودې په اړه به روډ ميپ، ټريډ فيسلي ټيشن انډيکس او د مانيټرنګ په حواله تګلاره ترتيبوي۔ د …
وزيراعظم د ټريډ فيسلي ټيشن بورډ جوړولو منظوري وركړه٬ د هېواد د بندرځايونو د كار استعداد كښې ښه والي لپاره د ورکنګ ګروپس جوړولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي):وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټريډ فيسلي ټيشن بورډ جوړولو منظوري وركړې ده ، بورډ به د تجارت په بشپړه سپلائي چين كښې ښه والي راوستو او د پولې پورې غاړه د تجارت په اړه د ټولو نان ټيرف چارو پرېكړې كوي او د تجارت ودې په اړه به روډ ميپ، ټريډ فيسلي ټيشن انډيکس او د مانيټرنګ په حواله تګلاره ترتيبوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې تجارت كښې سهولتونه وركولو په اړه مهمه غونډه وشوه چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټريډ فيسلي ټيشن بورډ جوړولو منظوري وركړه ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف به خپله د ټريډ فيسلي ټيشن بورډ مشري كوي او مجوزه بورډ به د تجارت په بشپړه سپلائي چين كښې بهتري راوستو او د پولې پورې غاړه د تجارت په اړه د ټولو نان ټيرف چارو پرېكړه كوي او د تجارت ودې په اړه به روډ ميپ، ټريډ فيسلي ټيشن انډيکس او د مانيټرنګ په حواله تګلاره مرتب كوي٬ وزيراعظم د هېواد د بندرځاېويو د كار استعداد كښې لا ښه والي لپاره په هنګامي بنيادونو كار كولو او د بېل ورکنګ ګروپس جوړولو امر وكړو ٬ ورکنګ ګروپس به د بندرځايونو د كار استعداد ښه كولو، د اړوند څانګو ترمېنځه همكارۍ ته ودې وركولو ، ريګوليټري فريم ورك جوړولو ٬پري ارائيول کليئرنس او په نړيوال تجارت كښې د وړو او مېنځنۍ درجې كاروبارونو شمولت په اړه وي۔ وزيراعظم امپورټرز او اېكسپورټرز لپاره په بندرځايونو د مال ترسيل، کليئرنس او نورو چارو اسانولو او د زياتو سهولتونو وركولو امر هم وكړو۔ غونډې ته ووېيل شول د روانو اصلاحاتو له مخې پورټ چارجز كښې كمے راغلے او د دې نه وروستو د بندرځايونو په استعمال كښې ښه والے راغلے ، د بېړيو راتګ نه وراندې د ګډز ډيکليريشن جمع كولو په سهولت كښې پرله پسې اضافه روانه ده۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسين، جام کمال خان، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، جنيد انوار چوهدري، د وزيراعظم د صنعت سلاحكار هارون اختر، وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو











