د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان  د اولس خېر ښېګړې  ٬ پرمختګ  او خوشحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي ٬ شهبازشريف

  اسلام آباد ۔03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان  د اولس خېر ښیګړې ٬ پرمختګ او خوشحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي ٬  د قائد نواز شريف د وژن او لارښونې تر مخه د آزاد كشمير ترقۍ او د اولس خوشحالۍ تګلاره به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ نه جاري …

 

اسلام آباد ۔03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان  د اولس خېر ښیګړې ٬ پرمختګ او خوشحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي ٬  د قائد نواز شريف د وژن او لارښونې تر مخه د آزاد كشمير ترقۍ او د اولس خوشحالۍ تګلاره به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه ده د دې خيالاتو څرګندونه  د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره خبرو كښې وكړه چا چې نن د زيارت په ورځ  وزيراعظم سره ملاقات كولو ۔ ملاقت كښې وفاقي وزير  وزيراعظم  د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په اړوند چارو په خاص توګه  په روانو پرمختيائي منصوبو  او د اولس ښیګړې لپاره د پورته كړو ګامونو نه خبر كړو۔ ملاقات كښې وفاقي وزير د آزاد كشمير  اوسنو ټاكنو په اړه هم وزيراعظم  په تفصيلي توګه خبر كړو۔   وزيراعظم د آزاد كشمير د ټاكنو  په تابيا  او د انتخابي عمل په اړه   د انجينئر امير مقام كاركردګي وستائېله۔ وزيراعظم  ووئېل  د قائد نواز شريف وژن او لارښونې تر مخه د آزاد كشمير د ترقۍ او د اولس د خوحشالۍ تګلاره به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ وزيراعظم ووئېل  د آزاد كشمير  او ګلګت بلتستان د اولس  خېر ښیګړې٬  پرمختګ او خوشحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي او په دې اړه   به هر ممكن اقدامات روان ساتلې شي۔

مزید خبریں