پاكستان د ثالثۍ عدالت په پرېكړه كښې د رامخې ته كړو د “واضحه او مستند اعلانونو” هركلے كوي۔ د خارجه دفتر وياند

  اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د مستقل ثالثۍ عدالت په پرېكړه كښې  د رامخې ته شوو د "واضحه او مستند اعلانونو" هركلے كړے دے چې پكښې د ھغه خبرې توثيق شوے دے چې پاكستان ته د سندھ طاس تړون له مخئ د خپلو آبي حقونو تحفط لپاره ټولې سفارتي او قانوني لارو خپلولو حق ترلاسه دے او په نوې ډيلي زور راوړلے شوے دے چې ھغه …

 

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د مستقل ثالثۍ عدالت په پرېكړه كښې  د رامخې ته شوو د “واضحه او مستند اعلانونو” هركلے كړے دے چې پكښې د ھغه خبرې توثيق شوے دے چې پاكستان ته د سندھ طاس تړون له مخئ د خپلو آبي حقونو تحفط لپاره ټولې سفارتي او قانوني لارو خپلولو حق ترلاسه دے او په نوې ډيلي زور راوړلے شوے دے چې ھغه د لوظنامې بشپړه پالنې پلو راستون شي۔ د شورو په ورځ پرېس بريفنګ ته خپلې وېنا كښې طاهر حسين اندرابي ووئيل د عدالت متفقه پرېكړه د سندھ طاس تړون حرمت او د نړيوال قانون د سرلوړۍ توثيق دے۔ ده ووئيل  د مستقل ثالثۍ عدالت پرېكړه د پاکستان د ھغه موقف تائيد كړے دے چې سندھ طاس د اوبو په اړه اختلافات ته د سندھ طاس تړون په دائره كار كښې دننه او د نړيوال قوانين له مخې حل پكار دے۔ وياند ووئيل  د ثالثۍ عدالتې کارروائي په سندھ طاس تړون كښې د ترسره شوو شخړو د هواري تګلارې له مخې عملي كړې شوې٬ وياند ووئيل عدالت پرېكړه د هند لخوا مسترد كولو سره داسې اندېښنې راپېدا شوي دي كومې چې د موجوده شخړې نه زياتې مخ په وړاندې ځي٬ هند نړيوال قانون د خپل سهولت له مخې استعمالولې نشي چې تر كومې ګټه لري ھغه تسليم كړي او چرته چې ستونزې وي ھغه مسترد كړي۔ وياند ووئيل هند د لوظنامو بندېزونه٬ ذمه وارۍ او قانوني تګلاره نشي نظرانداز كولې، د هند دا طرز عمل د لوظنامو حرمت ته زيان رسوي، د نړيوالو شخړو په ترسره كېدونكو د حل په تګلارو باور كمزورې كوي او نورو منطقو لپاره منفي مثالونه جوړوي۔ ده ووئيل  هند بايد د لوظنامې پالنې پلو راستون شي، د لوطنامو له مخې د جوړ كړې شوې اداره جاتي او  د شخړو حل د طريقه كار بايد احترام وكړي او د دې فريم ورک دننه پاکستان سره په ګټور ډول خبرې پكار دي۔ وياند ووئيل پاكستان په دې پرېكړه سنجيدګۍ سره عمل درآمد لپاره عزم لري او د لوظنامې د دفعات له مخې به د دې پالنه كوي، مونږ به په هند زور راوړو چې ھغه د داسې طرز عمل څرګندونه وكړي  او د لوظنامې د روح او د ټولو قانوني و دستاويزي دفعاتو بشپړه پالنه باوري كړي۔

مزید خبریں