نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د برتانيه، ترکيه او کرغزستان دورو په اړه د فالو اپ غونډه

  اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د کرغزستان څخه د راستنېدو نه وروستو په خارجه وزارت كښې د برتانيه، ترکيه او کرغزستان دورو په اړه د فالو اپ غونډه وشوه ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د دورو د نتيجو جاج واخستلے شو او په دې مهال ملاقاتونو او …

 

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د کرغزستان څخه د راستنېدو نه وروستو په خارجه وزارت كښې د برتانيه، ترکيه او کرغزستان دورو په اړه د فالو اپ غونډه وشوه ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د دورو د نتيجو جاج واخستلے شو او په دې مهال ملاقاتونو او په ترسره شوو چارو  او نورو كارروائيو  د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ ده اړوند چاوراكو ته امر وكړو چې په بحث كړو معاملو او د شوو ملاقاتونو په اړه دې په وخت او موثر فالو اپ باوري كړے شي۔ په دې موقع خارجه سيکريټري آمنه بلوچ، يو اېن لپاره ايډيشنل سيکريټري نبيل منير او نورو اړوند چارواكو هم په غونډه كښې ګډون كولو٬ نائب وزيراعظم د وزيراعظم شهباز شريف سره د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) مشرانو كونسل په غٶنده كښې هم ګډٶن كړے ؤ۔

مزید خبریں