اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي د وزيراعظم شهبازشريف د کرغزستان دورې په مهال نن په 17 دوه اړخيزه دستاويزات لاس ليك وشو چې پكښې د وزيراعظم شهباز شريف او کرغزستان صدر صادِر ژاپاروف شريكه اعلاميه هم شامله ده۔د شورو په ورځ د سماجي رابطه په پليټ فارم ايکس يو بيان كښې نائب وزيراعظم ووئيل په دغه …
د وزيراعظم شهبازشريف د کرغزستان دورې په مهال نن په 17 دوه اړخيزه دستاويزات لاس ليك وشو۔نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي د وزيراعظم شهبازشريف د کرغزستان دورې په مهال نن په 17 دوه اړخيزه دستاويزات لاس ليك وشو چې پكښې د وزيراعظم شهباز شريف او کرغزستان صدر صادِر ژاپاروف شريكه اعلاميه هم شامله ده۔د شورو په ورځ د سماجي رابطه په پليټ فارم ايکس يو بيان كښې نائب وزيراعظم ووئيل په دغه دستاويزات كښې ټرانزټ تجارت، حوالګي، شريك قانوني معاونت، د نشه ائ توكو مخنيوے، تعليم، علمي تحقيق و تبادلې، موسمياتي بدلون، سائنس و ټيکنالوجي پشمول د مهمو څانګو احاطه شوې۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل ما په څلورو دستاويزات لاس ليك كړے چې پكښې د پاکستان او کرغزستان خارجه وزارت ترمينځه د مرستي پروګرام، حوالګۍ لوظنامه، د شريك قانوني معاونت لوظنامه او د علمي تحقيق و تبادلې په اړه د مفاهمت يادداښتونه شامل دي۔ده ووئيل دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه تجارت حجم 20 کروړه ډالره ته د رسولو د عزم هم پخلے وكړو۔ اسحاق ډار له مخې دا لوظنامې به دواړه هېوادونو ترمينځه اداره جاتي رابطې لا قوي كولو سره سره په شريكو ګټو اډانه د مرستي نوي موقعې راپيدا کړي۔











