د منصوبه بندي،پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال ګلګت بلتستان كښې د 100 ميګاواټ په سولر منصوبه  د كار ګړندي كولو سپارښتنه

  اسلام آباد 02 ستمبر  (اے پي پي) د منصوبه بندي،پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال ګلګت بلتستان كښې د 100 ميګاواټ په سولر منصوبه د كار ګړندي كولو سپارښتني سره وئيلي دي  سولر، ټرانسميشن او  د سړکونو په  منصوبو دې په يو وخت كار روان اوساتلې شي دغسې چې په دې بحران زر تر زره قابو وموندلے شي۔وفاقي وزير دا سپارښتنه د وزيراعظم د اړخه  د ګلګت …

 

اسلام آباد 02 ستمبر  (اے پي پي) د منصوبه بندي،پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال ګلګت بلتستان كښې د 100 ميګاواټ په سولر منصوبه د كار ګړندي كولو سپارښتني سره وئيلي دي  سولر، ټرانسميشن او  د سړکونو په  منصوبو دې په يو وخت كار روان اوساتلې شي دغسې چې په دې بحران زر تر زره قابو وموندلے شي۔وفاقي وزير دا سپارښتنه د وزيراعظم د اړخه  د ګلګت بلتستان پرمختيائي مسئلو جاج اخستلو او د سيمي پرمختګ لپاره د عمل وړ سفارشات مرتب کولو جوړي کمېټۍ دويمي غونډي مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د ګلګت بلتستان وزيراعلیٰ امجد حسين زهير، ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر، د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري د ويډيو لنك د لارې دغسې وفاقي او  د ګلګت بلتستان حکومتونو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې ګلګت بلتستان ته په پېښو مسئلو لكه توان ، ماليات و محصولات، سېلګرۍ، ريګوليټري فريم ورك ، اداره جاتي استعداد او د پرمختيائي منصوبو پشمول په مهمو چارو د جوړو کمېټيو د پيشرفت جاج واخستلے شو۔غونډي ته ووئيل شول   د 10.6 اربه روپو په مصرف نلتر پاور پراجيکټ بشپړيدونكے دے دغسې د 12.9 اربه روپو هنزل پاور پراجيکټ هم د بشپړيدو په آخري پړاؤ كښې دے۔په غونډه كښې د 24.9 اربه روپو د پي اېس ډي پي منصوبې  د ’’ګلګت بلتستان په بيلو ځايونو كښې د 100 ميګاواټ ډسټري بيوټډ سولر فوټو وولټك (ډي پي وي) پلانټس‘‘ د پيش رفت  هم جاج واخستلے شو۔

مزید خبریں