سيالكوټ ۔ 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان كښې د كاناډا سفير طارق علي خان د خپل پلاوي سره د سيالكوټ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټرېز دوره وكړه چرته چې د چېمبر صدر سيد احتشام مظهر ګېلاني ٬ سينئر نائب صدر ميا مراد ارشد او نائب صدر سلېمان شيخ د هغه تود هر كلے وكړو۔ خپل خطاب كښې سفير د سيالكوټ د صنعتي ترقۍ كښې د اعلې معيار د …
د كاناډا سفير د سيالكوټ چېمبر دوره ٬ دوه اړخيزه تجارتي روابط مضبوطولو او د شرېكې مرستې په نوو موقعو لټولو غور

مزید خبریں
سيالكوټ ۔ 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان كښې د كاناډا سفير طارق علي خان د خپل پلاوي سره د سيالكوټ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټرېز دوره وكړه چرته چې د چېمبر صدر سيد احتشام مظهر ګېلاني ٬ سينئر نائب صدر ميا مراد ارشد او نائب صدر سلېمان شيخ د هغه تود هر كلے وكړو۔ خپل خطاب كښې سفير د سيالكوټ د صنعتي ترقۍ كښې د اعلې معيار د څيزونو او نړيوال پرآمدات كښې د مقامي سوداګرو د كردار ستائنه وكړه ۔ هغه د پاكستان او كاناډا تر مينځه دوه اړخيزه تجارتي روابط لا مضبوطولو او د شرېكې مرستې په نوو موقعو لټولو زور راوړو ۔ په دې مهال د سوداګرې ورورولۍ نور نامتو شخصيات هم موجود وو٬ دغسې د چېمبر عهدېدارو د سيالكوټ برآمدي څيزونو په خاص توګه د لوبو سامان ٬ د جراحې آلات او د پوستكي د سامان د پېداوار او په نړيوالو منډيانو كښې د دغې د غوښتنې نه سفير خبر كړو۔











