اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان لخوا د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)كونسل آف هيډز آف سټيټ 2026-27 په مشرۍ سنبهالولو قام له مباركي وركولو سره دا يوه مهمه سفارتي كاميابي او ټول قام لپاره د وياړ وړ وګرځوله ۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د پاكستان د منطقې …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان لخوا د ايس سي او په مشرۍ سنبهالولو قام له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان لخوا د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)كونسل آف هيډز آف سټيټ 2026-27 په مشرۍ سنبهالولو قام له مباركي وركولو سره دا يوه مهمه سفارتي كاميابي او ټول قام لپاره د وياړ وړ وګرځوله ۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د پاكستان د منطقې د مهم تنظيم شنګهائي مرستې تنظيم مشري سنبهالول او لاهور 2026-27 لپاره د ايس سي او سېلګرۍ او كلتور پايه تخت ګرځول د نړيوالې ورورولۍ په پاكستان د زيات شوي باور څرګندونه ده۔ده ووئيل دا سفارتي كاميابي د پاكستان په سفارتي ميدان كښې د رامخې ته شوي تشخص او د نړيوالې ورورولۍ د زيات شوي باور دليل دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د وزيراعظم محمد شهباز شريف مدبرانه قيادت او فعاله سفارتكارۍ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د وزيراعظم قيادت او متحركه سفارتي هڅې په نړيواله كچه د پاكستان مقام او وقار مستحكمولو كښې مهم كردار ادا كړے دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل په كال 2027 كښې اسلام آباد كښې د پاكستان په كوربتوب كښې راجوړېدونكې د ايس سي او كونسل آف هيډز آف اسټيټ مشرانو غونډه د پاكستان مېلمستياﺀ٬سفارتي صلاحيتونو او د سيمه ايز امن٬رابطه سازۍ او نا پاتي پرمختګ لپاره د پاكستان د پوخ عزم د نړۍ په وړاندې ورمخې ته كولو له يوه تاريخي موقع وركوي











