د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ګلګت بلتستان كښې د بجلۍ بحران حل  كولو لپاره د 100 ميګاواټ سولر په پروژه د تندرفتار پېشرفت باوري كولو  امر

  اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي  د ګلګت بلتستان اولس محرومۍ لرې كول او منطقه د تل پاتې پرمختګ په لاره روانولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔ د وزيراعظم لخوا د جوړې كميټۍ مهمې غونډې مشرۍ كولو سره ده په ګلګت بلتستان كښې د بجلۍ بحران حل لپاره د 100 ميګاواټ سولر په پروژه په …

 

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي  د ګلګت بلتستان اولس محرومۍ لرې كول او منطقه د تل پاتې پرمختګ په لاره روانولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔ د وزيراعظم لخوا د جوړې كميټۍ مهمې غونډې مشرۍ كولو سره ده په ګلګت بلتستان كښې د بجلۍ بحران حل لپاره د 100 ميګاواټ سولر په پروژه په تندۍ او په يو وخت پيشرفت باوري كولو هدايت وكړو ۔وفاقي وزير ووئيل  د نلتر او هنزل پاور پروژې بشپړېدو سره د سولر پروژې په فيډر٬ټرانسميشن لائن او د سړكونو په بنيادي ډهانچه هم په يو وخت كار كېږي دغسې چې اولس ته د تاخير  نه غېر بجلۍ وركولو كښې ريليف ترلاسه شي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان ښكلې او حساس ماحول تحفظ لپاره جامع د سېلګرۍ فريم ورك جوړولو او كيرينګ كپيسيټي سټډي كولو پريكړه شوې ده۔د دې اقدام مقصد ګډ وډ تعميرات مخ نيوے او د ماحول دوسته او پائيداره سېلګرۍ ته وده وركول دي۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل  ګلګت بلتستان په مالي توګه خپلواكه كولو او  د اين ايف سي په طرز د اوږدې مودې مالياتي حل لپاره وفاقي حكومت هڅې كوي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې  د شريكې مرستې او پرله پسې محنت د لارې به د  ګلګت بلتستان روښانه٬ خېرازه  او  د  روښانه سباون بنياد اېښودلې شي

مزید خبریں