پاکستان او کرغزستان دوه اړخيزه تجارتي حجم 2 كلونو كښې تر 200 ملیونه ډالره رسولو لوظنامه لاس ليك كړه

  بشکیك 02 ستمبر  (اے پي پي) پاکستان او کرغزستان دوه اړخيزه تجارتي حجم 2 كلونو كښې تر 200 ملیونه ډالره رسولو لوظنامه لاس ليك كړې ده ٬ دغسې وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل پاکستان او کرغزستان ترمينځه د كال 16 ملیونه ډالره دوه اړخيزه تجارت لږ دے،په دوو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 200 ملیونه ډالره رسولو له د مفاهمت یادداښت لاس ليك په لوظنامه بدلولو د …

 

بشکیك 02 ستمبر  (اے پي پي) پاکستان او کرغزستان دوه اړخيزه تجارتي حجم 2 كلونو كښې تر 200 ملیونه ډالره رسولو لوظنامه لاس ليك كړې ده ٬ دغسې وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل پاکستان او کرغزستان ترمينځه د كال 16 ملیونه ډالره دوه اړخيزه تجارت لږ دے،په دوو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 200 ملیونه ډالره رسولو له د مفاهمت یادداښت لاس ليك په لوظنامه بدلولو د صدر صادر ژاپاروف مننه وكړه۔د شورو په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف هېواد ته راستنيدو څخه وړاندې په هوائي ميدان د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 200 ملیونه ډالرو رسولو په لوظنامه  نائب وزیراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د کرغزستان خارجه وزير ژین بیك کولوبایف لاس كړه او د دستاویز تبادله وشوه ۔په دې موقع د کرغزستان صدر صادر ژاپاروف او وزیراعظم محمد شهباز شریف هم موجود ؤ ۔په هوائي ميدان ميډيا سره خبرو كښې وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل زمونږ مثبت ملاقاتونه شوي،په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې او  دې سره سره د پاکستان او کرغزستان ترمينځه تجارت زياتولو ته اتفاق راغلو۔ده ووئيل پاکستان او کرغزستان خپلو كښې د ورورولۍ ښې اړيكې لري۔ د کرغزستان او پاکستان د كال تجارت يواځې 16 ملیونه ډالره دے كوم چې د ژورو اړيكو په مقابل كښې كم دے۔ وزیراعظم ووئيل ما د کرغزستان صدر له تجویز وركړے چې دوو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارت تر 200 ملیونه ډالره رسولو له د مفاهمت یادداښت په ځائې په لوظنامه لاس ليك وكړے شي كوم به چې دوه اړخيزه تجارتي حجم سر كولو پلو يو مهم اقدام وي۔د کرغزستان صدر زما د وړاندېز سره اتفاق وكړو او په دې لړ كښې په هوائي ميدان كښې په لوظنامه لاس ليك وشو۔ده ووئيل دوه اړخيزه تجارت په دوو كلونو كښې به تر 200 ملیونه ډالره رسولو په لوظ نامه د کرغزستان صدر مننه كوو۔

 

مزید خبریں