وزیراعظم محمد شهباز شریف  د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف سره بشكیك كښې د آلا آرچا نېشنل پارك دوره

  بشكیك 02 ستمبر  (اے پی پی):وزیراعظم محمد شهباز د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف سره بشكیك كښې د  آلا آرچا نیشنل پارك دوره وكړه۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاری شوي بيان له مخې د صدر صادر ژاپاروف او وزیراعظم محمد شهباز شریف آلا آرچا نیشنل پارك ته په راتللو هركلے وشو او هغه ته د كرغزستان كلتور او روایات په اړه ووئيل شول۔د دورې …

 

بشكیك 02 ستمبر  (اے پی پی):وزیراعظم محمد شهباز د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف سره بشكیك كښې د  آلا آرچا نیشنل پارك دوره وكړه۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاری شوي بيان له مخې د صدر صادر ژاپاروف او وزیراعظم محمد شهباز شریف آلا آرچا نیشنل پارك ته په راتللو هركلے وشو او هغه ته د كرغزستان كلتور او روایات په اړه ووئيل شول۔د دورې په مهال وزیراعظم ته د كرغز كلتور او دې سره  د تړلو بيلو روایتی هلو ځلو،كلتوري ګډا او نورو روایتي فنون مظاهره وړاندې شوه۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د كرغز اولس په ښه كلتوري روایات او پيړيو اډانه ورثه كښې خوښي ولرله۔وزیراعظم  د روایتي نېزه بازۍ ، د بازونو د لارې د ښكار او نورو كلتوري  هلو ځلو مشاهده وكړه۔وزیراعظم د كرغزستان كلتوري روایات د يادوني وړ ګرځولو سره د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه  د تاریخي ، كلتوري او د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو په اهمیت زور راوړو۔

مزید خبریں