بشكيك 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او كرغزستان د تعليم، صحت ، تجارت، ماحولياتي بدلون، سائنس و ټيكنالوجي او د كلتور پشمول بېلو څانګو كښې اړيكو ته ودې وركولو٬ اقتصادي همكاري نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره عملي او د نتيجې وړ اقدامات ته صلاح شوي دي ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل كرغزستان په مېنځنۍ آسياء كښې د پاكستان مهم شراكت دار دے، د دواړو هېوادونو ترمېنجه …
پاكستان او كرغزستان په مهمو څانګو كښې اړيكو ته ودې وركولو٬ اقتصادي همكاري نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره عملي اقدامات ته صلاح شول، دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 200 ملين ډالرو د زياتولو عزم لرو٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت راهدارۍ لوظنامه خوشبينه پېشرفت دے ۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
بشكيك 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او كرغزستان د تعليم، صحت ، تجارت، ماحولياتي بدلون، سائنس و ټيكنالوجي او د كلتور پشمول بېلو څانګو كښې اړيكو ته ودې وركولو٬ اقتصادي همكاري نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره عملي او د نتيجې وړ اقدامات ته صلاح شوي دي ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل كرغزستان په مېنځنۍ آسياء كښې د پاكستان مهم شراكت دار دے، د دواړو هېوادونو ترمېنجه د تجارت راهدارۍ لوظنامه خوشبينه پېشرفت دے، په لوظنامو او د مفاهمت په يادداښتونو لاسليك دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو لپاره د نوي دور پېل دے٬ د تجارت موجوده دوه اړخيزه حجم په راتلونكو دوو كالو كښې د 16 ميلېن ډالرونه تر 200 مېلين ډالرو د سولو عزم لرو، د كاسا 1000 منصوبې په وخت بشپړتيا ضروري ده٬ د ترهګرۍ٬ انتها خوښۍ او نورو عصري خطرو مخه نيولو لپاره به مرسته زياتوٶ٬ د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې رابطې او شريكې اړيكې نوې كچې ته بوتللو لپاره د مشتركه عزم څرګندونې سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي، پاكستان سره د داروګانو جوړولو، زراعت، توان، د كوچنۍ مشينرۍ، سېلګرۍ، ډيجيټل معيشت، ورچوئل اثاثو او په نورو څانګو كښې په مشتركه منصوبو عملدرامد لپاره چمتو يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دواړو مشرانو د شورو په ورځ د پاكستان او كرغزستان ترمېنځه په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د لوظنامو د دستاويزات د تبادلې دستورې په موقع پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د غرونو په مېنځ كښې د بشكيك په ښائسته ښار كښې په موجودګۍ خوشحاله يم٬ خلوص او د زړه د كومي په كوربتوب د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف او كرغز اولس مننه كوم٬ د كرغزستان اولس له د پاكستان لخوا د آزادۍ ورځ او نوميډ ګيمز په كوربتوب د زړه نه مباركي وركوم٬ ما ته هم د پرانستې دستوره كښې د ګډون موقع ترلاسه شوې ٬ پاكستان هم په دې لوبو كښې برخه اخلي۔ وزيراعظم كرغزستان له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل كال 28-2027 لپاره د غېر مستقل غړي په ټاكلے كېدو او د شنګھائي مرستې تنظيم په كامياب چيئرمين شپ هم مباركي وركړه ۔ وزيراعظم ووئيل نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او د ھغه ډلې د كرغزستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي انتخاب لپاره ډېرې ستړې وكړې، د كرغزستان صدر په مشرۍ كښې د هېواد د ډېرې ترقۍ څخه زيات متاثره شوې يو او كرغزستان په زړه پوري لرونكې اقتصادي هدفونه سر كړي او دا ترقي د اولسي خدمت دائره پراخه كولو او د كمزورو طبقو لپاره د سهولتونه وركولو د لارې د ژوند معيار بدلولو لپاره بامقصده ګامونه پورته كړي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كرغزستان سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته ودې وركولو او د دوستۍ مضبوطولو خوښي لري كوم چې د قامونو ترمېنځه امن او د مرستې په اړه زمونږ مشتركه مقصد دے، په دې لړ كښې نن زمونږ ډېرې ګټورې خبرې شوي دي چې پكښې د تجارتي اړيكو ودې پلو پام ګرځولے شوے، د دې نه وروستو د دوه اړخيزه مرستې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي روابطو ودې لپاره په بېلا بېلو ايم او يوز لاسليك هم شوے۔ وزيراعظم ووئيل په اقتصادي څانګه كښې مرسته زمونږ د خبرو محور ٶ٬ پاكستان كرغزستان سره د ورورولۍ اړيكو ته لا پراختيا وركول غواړي، مونږ په دې خبره اتفاق كړے چې اقتصادي شراكت داري لا عملي او د نتيجې وړ پړاٶ پلو بوتلل پكار ده، په دې لړ كښې به د عملي اقداماتو په جامع منصوبې عمل كولې شي چې مقصد ئې دوه اړخيزه تجارتي حجم پرله پسې تر 200 ملين ډالرو زياتول، تجارتي تګلاره ښه كول، د مشتركه سرمايه كارۍ منصوبو ته وده وركول، صنعتي مرسته مضبوطول او نيغ په نېغه كاروباري روابط پراخه كول دي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په لوظنامو او د مفاهمت په يادداښتونو لاسليك دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو لپاره د نوي دور پېل دے۔ وزيراعظم ووئيل دا مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم يوازې 16 ملين ډالره دے كوم چې زمونږ د دوستۍ، ورورولۍ او مضبوطو اړيكو سره په هېڅ صورت سمون نه خوري، مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې په راتلونكي كال كښې دا دوه اړخيزه تاجرت د 16 ملين ډالرو نه 200 ملين ډالرو ته ورسولې شي، دا هېڅ ګران كار نه دے۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان كاروباري او مالياتي ادارې د كرغزستان د كاروباري او مالياتي ادارو ذمه وارو سره د پراخه رابطو هركلے كوي دغسې چې د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې مشتركه وژن مخ په وړاندې بوتللے شي٬ د پاكستان او كرغزستان حكومتونو او د نجي څانګې ترمېنځه به تجارتي اړيكو پراخه كوٶ٬ رابطه كاري سوئيلي او د مېنځنۍ آسياء ترمېنځه اقتصادي اړيكو لپاره زمونږ د وژن محور دے۔ مونږ د راهدارۍ او تجارت د لوظنامو هركلے كوٶ چې ورسره به دوه اړخيزه تجارت وده ومومي، د سفر سهولتونه به ښه شي او په سيمه ايزه كچه به رابطو لپاره نوې موقعې راپېدا شي۔ وزيراعظم د څلورو هېوادونو د راهدارۍ په لوظنامه د عملدرآمد د عزم پخلي كولو سره ووئيل ټرانسپورټ، كسټمز او انتظامي تګلاره اسانولو ته اتفاق راغلے ٬ د توان په څانګه كښې مرسته زمونږ د شراكت داري مهمه ستن ده۔ مونږ د كاسا-1000 منصوبې په وخت د بشپړولو پخلے كوٶ او بجلي ٬ پن بجلي، متبادل توان، د توان بنيادي ډھانچه او جديد ټيكنالوجۍ په اړه عملي مرستې لپاره مشتركه وركنګ ګروپ جوړول خوشبينه دے٬ دغسې د دواړو هېوادونو تجارتي حجم زياتولو لپاره به قوانين لا اسانولې شي٬ وزيراعظم د كرغزستان لخوا د كاسا-1000منصوبې په بشپړتيا كښې په پيشرفت د كرغزستان صدر ته پېرزوئنې وړآندې كولو سره ووئيل زه په دې خبره خوشحاله شوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تعليم، سائنس و ټيكنالوجي، صحت، كلتور او د سېلګرۍ په څانګو كښې مرستې وده موندې، مونږ د دوو زړو ښارونو اوش او لاهور ترمېنځه د سسټر سټي اړيكو جوړولو هركلے كوٶ، سلمان ټو، د لاهور قلعه او بادشاهي مسجد د ښه تاريخ او د كلتوري ورثې عكاسي كوي۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو وروروڼو هېوادونو ترمېنځه امنيتي او په دفاعي څانګو كښې په مرسته هم خبرې شوې دي، مونږ ترهګري، انتها پسندي او د نورو عصري خطرو مخه نيولو لپاره مرسته زياتولو لپاره د خپل عزم پخلے كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د كرغزستان صدر سره په ملاقات كښې دوه اړخيزه چارو سره سره د شرېكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې شوې دي او مونږ ماحولياتي او په موسمياتي مسئلو مرستې ته ودې وركولو ته اتفاق كړے دے او په دې خبره هم صلاح شوې يوو چې موثره ګڼ اړخېزه نظام نړيوال امن او سلامتيا لپاره اهميت لري٬ دواړ هېوادونه د ملګرو ملتونو او په نورو نړيوالو فورمنو يو بل سره په ګډه كار كوي، پاكستان كرغزستان په مېنځنۍ اسياء كښې ډېر مهم او د قدر وړ شراكت دار ګڼي، زمونږ دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا وده ومومي او دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ او انتها پسندۍ په ضد كار كوي۔ وزيراعظم د كرغزستان صدر له د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د كرغزستان صدرصادرژاپاروف ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ھغه د پلاوي په كرغزستان كښې هركلے كوم٬ زما د پاكستان دورې نه وروستو سږ كال صدر آصف علي زرداري هم په جولائي كښې د كرغزستان دوره كړې وه٬په لنډه موده كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې رابطې د مضبوط باور او د دواړو هېوادونو اړيكې نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره د مشتركه عزم عكاس دي٬ پاكستان سره مونږ د ورورولۍ اړيكي لرو ٬ پاكستان سره دوه اړخيزه مرسته زياتول غٶاړو۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې رابطو ته به لا وده وركوٶ٬ پاكستان سره اړيكې نوې لوړې كچې ته رسول غواړو۔ كرغز صدر ووېيل د معيشت څانګه د كرغزستان او پاكستان د شراكت دارۍ مهمه ستن ده٬ مونږ داروګان جوړول، زراعت، توان، كوچنۍ مشينري، سېلګري، ډيجيټل معيشت، ورچوئل اثاثې او په نورو څانګو كښې په مشتركه منصوبو عملدرآمد لپاره چمتو يو٬ ټرانسپورټ او په لاجسټكس خاص خبرې شوي دي٬ هغه ووئېل د پاكستان بندرځايونه د سوئيلي اسيا ماركيټونو او نړيوال تجارت لپاره د كرغزستان قدرتي لاره ده٬ دغسې كرغزستان مېنځنۍ اسياء او د يورو اسيا وژن تر ماركيټونو رسنې لپاره د پاكستان مهمه لاره ده۔ هغه ووئيل د توان په څانګه كښې مرسته به روانه ساتو۔ كاسا-1000منصوبه د سوئيلي اسياء زياتو شوو ضرورتونو ترسره كولو لپاره ډېره د اهميت وړ ده، د اولس په كچه رابطې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ مضبوط بنياد دے، هغه ووئېل د زرګونو په شمېر پاكستاني زده كوٶنكي په كرغزستان كښې په خاص توګه ميډيكل تعليم ترلاسه كوي كومې چې به په سباون كښې د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه د اړيكو قوي كولو ذريعه جوړېږي، هغه ووئېل سائنس، كلتور٬ سېلګري، د ځوانانو دورې او د لوبو څانګه هم دوه اړخيزه اړيكو كښې د اهميت وړ ده٬ د پاكستان د لوبو يوه ډله په شپږم نړيوال نوميډ ګيمز كښې برخه اخلي۔ نننو خبرو سره د پاكستان او كرغزستان ترمېنځه مرسته لا مضبوطولو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستۍ لپاره مضبوط بنياد اېښودے شوے دے۔ د دې نه وړاندې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې ودې لپاره په لوظنامو او د مفاهمت د يادداښتونو تبادله هم وشوه او وزيراعظم محمد شهباز شريف او د كرغزستان صدر صادرژاپا روف په مشتركه اعلاميه لاسليك او د دستاويزات تبادله وكړه۔











