د وزيراعظم اپنا ګهر پروګرام كاميابۍ پلو روان دے۔خرم شهزاد

  اسلام آباد 02 ستمبر  (اے پي پي) د خزاني وزير  صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي په هېواد كښې د لږ آمدن لرونكو طبقو له چھت وركولو او معاشي هلو ځلو تندولو لپاره د وزيراعظم اپنا ګهر پروګرام په تندۍ سره د كاميابۍ پلو روان دے،  اوس د يوې كورنۍ لپاره  د بام، د ګټې لپاره كاروبار  ، خواري كښو لپاره روزګار او په مجموعي توګه پاكستان د تل پاتي …

 

اسلام آباد 02 ستمبر  (اے پي پي) د خزاني وزير  صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي په هېواد كښې د لږ آمدن لرونكو طبقو له چھت وركولو او معاشي هلو ځلو تندولو لپاره د وزيراعظم اپنا ګهر پروګرام په تندۍ سره د كاميابۍ پلو روان دے،  اوس د يوې كورنۍ لپاره  د بام، د ګټې لپاره كاروبار  ، خواري كښو لپاره روزګار او په مجموعي توګه پاكستان د تل پاتي او جامع معاشي پرمختګ ضامن جوړ شوے۔د سماجي رابطې په ويب سائيټ ايكس يو بيان كښې ده ووئيل جون 2026ء نه پس د دې سكيم ترمخه هاؤسنګ فنانسنګ وركول او تعميراتي څانګه كښې تاريخي پيش رفت رامخې ته شوے كوم چې د هېواد اقتصادي منظر نامې له نوې اړخ وركړے،يواځې په دوو مياشتو كښې د پروګرام ترمخه د  پورونو منظوري او د روپو ادائيګيو كښې ريكارډ زياتوالے راغلے دے ۔

مزید خبریں