نائب وزيراعظم  اسحاق ډار د كرغز خارجه وزير سره ملاقات، دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے

  بشكيك 02 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ بشكيك كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف سره ملاقات څخه وړاندې د كرغز خارجه وزير ژين بيك كلوبايف سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د كرغزستان د اړخه د شنګھائي مرستي تنظيم كامياب قيادت، د اېس سي او مشرانو غونډې مؤثر …

 

بشكيك 02 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ بشكيك كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف سره ملاقات څخه وړاندې د كرغز خارجه وزير ژين بيك كلوبايف سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د كرغزستان د اړخه د شنګھائي مرستي تنظيم كامياب قيادت، د اېس سي او مشرانو غونډې مؤثر كوربتوب او  د 6م نړيوال نوميډ ګيمزخانه پرانستي دستوره په كاميابۍ سره كولو خارجه وزير كلوبايف له مباركي وركړه۔ده د اېس سي او ايجنډا مخ په وړاندې بوتللو كښې د غزستان قيادت وستائيلو۔ نائب وزيراعظم تجارت، سرمايه كارۍ ، توان ، رابطې، سيمه ايزي سلامتيا او په اولسي كچه رابطو ته ودي وركولو ته پام لرنې كولو سره دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔د كرغزستان خارجه وزير كلوبايف پاكستان له 27 ۔  2026 لپاره د اېس سي او كونسل آف هيډز آف  سټيټ په صدارت سنبھالولو مباركي وركولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې پاكستان به د تنظيم تګلاره مخ په وړاندې بوتللو كښې مؤثر قيادت وكړي۔ ده د كرغزستان سره د پاكستان نزدې رابطي او د ملګرتيا اړيكو ذكر كولو سره د شريكې خوښې په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو لپاره خوښي څرګنده كړه۔ د دواړه اړخو په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څركندونه وكړه او امن، استحكام او  د شريكي سوكالۍ ودي لپاره يې د اېس سي او او نورو ګڼ اړخيزه فورمز كښې نزدې رابطي دوامداره ساتلو ته اتفاق وكړو ۔ نائب وزيراعظم سره د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان، د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان، د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سيكرټري خارجه آمنه بلوچ هم وو۔

مزید خبریں