بشكيك 02 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د تعليم، روغتيا ، تجارت،ماحولياتي بدلون،سائنس و ټيكنالوجي پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته د ودې وركولو په لوظنامو،د مفاهمت په يادداښتونو لاس ليك وشو۔په دې اړه د دستاويزات تبادلې دستوره د شورو په ورځ د كرغزستان په صدارتي محل كښې وشوه۔په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف او د جمهوريه كرغزستان صدر صادر ژاپاروف هم موجود وو۔د …
د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د تعليم، روغتيا ، تجارت،ماحولياتي بدلون،سائنس و ټيكنالوجي پشمول بيلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په لوظنامو،د مفاهمت په يادداښتونو لاس ليك

مزید خبریں
بشكيك 02 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د تعليم، روغتيا ، تجارت،ماحولياتي بدلون،سائنس و ټيكنالوجي پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته د ودې وركولو په لوظنامو،د مفاهمت په يادداښتونو لاس ليك وشو۔په دې اړه د دستاويزات تبادلې دستوره د شورو په ورځ د كرغزستان په صدارتي محل كښې وشوه۔په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف او د جمهوريه كرغزستان صدر صادر ژاپاروف هم موجود وو۔د جمهوريه كرغزستان صدر صادرژاپاروف او وزيراعظم محمد شهباز شريف په شريكه اعلاميه لاس ليك او د دستاويز تبادله وكړه۔د كومو لوظنامو او ايم او يوز تبادله چې شوې په هغې كښې د انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد (آئي ايس ايس آئي) او جمهوريه كرغزستان د نېشنل انسټي ټيوټ فار سټريټجك انيشي ايټو ترمينځه د مفاهمت يادداښت دستاويز، د پاكستان خارجه وزارت او كرغزستان خارجه وزارت ترمينځه 27 ۔ 2026 لپاره د مرستي پروګرام ، د پاكستان حكومت او كرغزستان وزيرانو كابينې ترمينځه د ټرانزټ ټريډ په اړه لوظ نامه، د كرغزستان او پاكستان حكومت ترمينځه د بنديوانو د سپارلو،د پاكستان حكومت او كرغزستان ترمينځه د سائنس او تكنيكې مرستې لوظنامه ، د پاكستان او كرغزستان ترمينځه فوجداري معاملات كښې د قانوني معاونت لوظ نامې مسوده ، د كرغزستان داخله وزارت او پاكستان داخله وزارت ترمينځه د نشه ائ توكو د مخنيوي، نشه لرونكو څيزونو او د پريكرسر كيميكلز وغيره قاچاق مخنيوي كښې مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، د كرغزستان د روغتيا وزارت او د پاكستان ميډيكل اينډ ډينټل كونسل ترمينځه طبي تعليم لپاره د مرستي په اړه د مفاهمت يادداښت ،د كرغزستان د تعليم وزارت او پاكستان د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزارت ترمينځه د تعليم په څانګه كښې د مرستي په اړه د مفاهمت يادداښت ، د كرغزستان قدرتي وسائل ، ماحوليات او تكنيكي نګرانۍ وزارت او د پاكستان د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطه كارۍ وزارت ترمينځه د ماحوليات او موسمياتي بدلون په څانګه كښې مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، د اين ډي يو پاكستان او نېشنل انسټي ټيوټ فار سټريټجك انيشي ايټوز كرغزستان ترمينځه د اكيډمك ريسرچ او مرستي هلو ځلو په څانګه كښې د مفاهمت يادداښت ، د كرغزستان صدر تر سېوري لاندې د ورچوئل ايسټس قومي ايجنسي او بلاك چين ټيكنالوجيز او پاكستان ورچوئل ايسيټس ريګوليټري اتھارټي ترمينځه د ورچوئل اثاثو په څانګه كښې د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، لاهور او د كرغزستان اوش ښار ترمينځه د سسټر سټي اړيكو جوړولو لوظ نامه، او د جے اېس سي كرغز پوسټ او پاكستان پوسټ ترمينځه پوسټل سروسز او د اي كامرس په څانګه كښې د شريكې مرستي په اړه دوه اړخيزه لوظ نامه او د كرغزستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري او فيډريشن آف پاكستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري ترمينځه د مرستي د لوظ نامې د دستاويزات تبادله وشوه۔د پاكستان د اړخه نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار،د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ،د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ،د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي دغسې د كرغزستان د اړخه اړوندو وزيرانو د دستاويزات تبادله وكړه۔











