بشكيك 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او كرغزستان د تعليم، صحت ، تجارت، ماحولياتي بدلون، سائنس و ټيكنالوجي او د كلتور پشمول بېلو څانګو كښې اړيكو ته ودې وركولو٬ اقتصادي همكاري نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره عملي او د نتيجې وړ اقدامات ته صلاح شوي دي ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل كرغزستان په مېنځنۍ آسياء كښې د پاكستان مهم شراكت دار دے، د دواړو هېوادونو ترمېنجه …
پاكستان او كرغزستان په مهمو څانګو كښې اړيكو ته ودې وركولو٬ اقتصادي همكاري نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره عملي اقدامات ته صلاح شول ، دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 200 ملين ډالرو د زياتولو عزم لرو۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
بشكيك 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او كرغزستان د تعليم، صحت ، تجارت، ماحولياتي بدلون، سائنس و ټيكنالوجي او د كلتور پشمول بېلو څانګو كښې اړيكو ته ودې وركولو٬ اقتصادي همكاري نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره عملي او د نتيجې وړ اقدامات ته صلاح شوي دي ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل كرغزستان په مېنځنۍ آسياء كښې د پاكستان مهم شراكت دار دے، د دواړو هېوادونو ترمېنجه د تجارت راهدارۍ لوظنامه خوشبينه پېشرفت دے، په لوظنامو او د مفاهمت په يادداښتونو لاسليك دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو لپاره د نوي دور پېل دے٬ د تجارت موجوده دوه اړخيزه حجم په راتلونكو دوو كالو كښې د 16 ميلېن ډالرونه تر 200 مېلين ډالرو د سولو عزم لرو، د كاسا 1000 منصوبې په وخت بشپړتيا ضروري ده٬ د ترهګرۍ٬ انتها خوښۍ او نورو عصري خطرو مخه نيولو لپاره به مرسته زياتوٶ٬ د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې رابطې او شريكې اړيكې نوې كچې ته بوتللو لپاره د مشتركه عزم څرګندونې سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي، پاكستان سره د داروګانو جوړولو، زراعت، توان، د كوچنۍ مشينرۍ، سېلګرۍ، ډيجيټل معيشت، ورچوئل اثاثو او په نورو څانګو كښې په مشتركه منصوبو عملدرامد لپاره چمتو يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دواړو مشرانو د شورو په ورځ د پاكستان او كرغزستان ترمېنځه په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د لوظنامو د دستاويزات د تبادلې دستورې په موقع پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه











