بشكيك 02 ستمبر(اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان پايه تخت بشكيك كښې صدارتي محل ته په رسېدو تود هر كلے وكړے شو۔ كرغز صدر صادر راپاروف د وزيراعظم شهباز شريف په زړه پورې هر كلے وكړو۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په درناوي كښې صدارتي محل كښې په رسمي توګه د هر كلي دستوره وشوه۔ صدارتي محل ته په رسېدو وزيراعظم محمد …
د وزيراعظم شهبازشريف د كرغزستان پايه تخت شكيك كښې صدارتي محل ته په رسېدو تود هر كلے

مزید خبریں
بشكيك 02 ستمبر(اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان پايه تخت بشكيك كښې صدارتي محل ته په رسېدو تود هر كلے وكړے شو۔ كرغز صدر صادر راپاروف د وزيراعظم شهباز شريف په زړه پورې هر كلے وكړو۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په درناوي كښې صدارتي محل كښې په رسمي توګه د هر كلي دستوره وشوه۔ صدارتي محل ته په رسېدو وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ګارډ آف آنرز وړاندې كړے شو۔ ۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف او كرغز صدر د ګارډ آف آنر معائنه وكړه او د كرغزستان پوځ يوې چټك ډلې وزيراعظم ته سلامي وكړه۔ كرغز صدر د وزيراعظم سره د خپلې كابينې غړي معارفي كړل او وزيراعظم هم د كرغز صدر سره د خپل پلاوي پېژندګلي وكړه۔











