بشكيك ۔ 2 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان په پايه تخت بشكيك كښې د آتا ېيئت مېموريل كمپلېكس دوره وكړه ۔ د شورو په ورځ آتابيئت ته په راتللو د وزيراعظم هر كلے د كرغستان اول نائب وزيراعظم دانيار امان ګېلېيئيف او د كلتور ٬ اطلاعات او د ځوانانو چارو وزير ميرېېك مامبيتائيف وكړو۔ وزيراعظم د نوموړي اديب چنګېز ايتماتوف په قبر د ګلونو …
وزيراعظم بشكيك كښې د آتا ېيئت مېموريل كمپلېكس دوره وكړه ٬ د نوموړي اديب چنګېز ايتماتوف په قبر يې د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه يې ولوسته

مزید خبریں
بشكيك ۔ 2 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان په پايه تخت بشكيك كښې د آتا ېيئت مېموريل كمپلېكس دوره وكړه ۔ د شورو په ورځ آتابيئت ته په راتللو د وزيراعظم هر كلے د كرغستان اول نائب وزيراعظم دانيار امان ګېلېيئيف او د كلتور ٬ اطلاعات او د ځوانانو چارو وزير ميرېېك مامبيتائيف وكړو۔ وزيراعظم د نوموړي اديب چنګېز ايتماتوف په قبر د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه يې ولوسته۔ چنګېز ايتماتوف نوموړے كرغز او سويت اديب دے ٬ وزيراعظم شهباز شريف په آتا ايتماتوف مېموريل كمپلېكس كښې په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فتحه خواني يې وكړه او هلته مدفن كسانو ته يې د عقيدت پېرزوئئې وړاندې كړې ۔ آتا مېموريل كمپلېكس يو مهم قامي و تاريخي ځائے او قېرستان دے ۔ د آتابيئت معنې (زمونږ د نيكولو پلرونو قبر دے)۔ په دې ځائے د كرغستان د ګڼو نوموړو شخصياتو قبرونه موجود دي۔











