پاكستان د “ډيجيټل نيشن پاكستان ايكټ”قانون سازۍ د لارې خپل ډيجيټل بدلون مستحكم كړے۔ د وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ليپ كنفرنس ته خطاب٬ د “ټيك ډسټينيشن پاكستان پويلين”پرانسته

  رياض 01 ستمبر (اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه په دې خبره زور راوړے دے چې پاكستان د "ډيجيټل نيشن پاكستان ايكټ"قانون سازۍ د لارې خپل ډيجيټل بدلون مستحكم كړے دے٬اداره جاتي ملكيت باوري كولو لپاره  د "نيشنل ډيجيټل كميشن"او "پاكستان ډيجيټل اتهارټي"جوړ كړې شوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ د "ليپ 2026"كنفرنس ته "مونږ ډيجيټل قام څنګه …

 

رياض 01 ستمبر (اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه په دې خبره زور راوړے دے چې پاكستان د “ډيجيټل نيشن پاكستان ايكټ”قانون سازۍ د لارې خپل ډيجيټل بدلون مستحكم كړے دے٬اداره جاتي ملكيت باوري كولو لپاره  د “نيشنل ډيجيټل كميشن”او “پاكستان ډيجيټل اتهارټي”جوړ كړې شوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ د “ليپ 2026″كنفرنس ته “مونږ ډيجيټل قام څنګه جوړ شو” په عنوان د خطاب كولو په مهال وكړه ۔په دې موقع وفاقي وزيرې د “ټيك دسټتينيشن پاكستان پويلين”پرانسته هم وكړه۔خپلې كليدي وينا كښې وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د “ډيجيټل نيشن پاكستان ايكټ”قانون سازۍ د لارې خپل ډيجيټل بدلون مستحكم كړے ٬د دې له مخې اداره جاتي ملكيت باوري كولو لپاره “نيشنل ډيجيټل كميشن”او پاكستان ديجيټل اتهارټي”جوړ كړې شوي۔دې ووئيل دې قانوني بنياد له د كنكټيويټي او مسابقت كښې د سرمايه كارۍ د لارې تقويت وركړے شوے چې پكښې  د سپيكټرم(فائيو جي)تر ټولو لويه نيلامي٬خاص ټېكنالوجي زونز جوړول او د آئي ټي انډستري لپاره ټيكسونو كښې كمے شامل دے۔شزه فاطمه خواجه ووئيل  د ډيجيټل بدلون دا سفر د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن  په لارښونه كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل(ايس آئي ايف سي) په مرسته روان دے د كوم مشري چې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير كوي او په دې كښې ټول صوبائي اعلٰی وزيران هم شريك دي۔دې ووئيل په دې بنيادونو  پاكستان قامي ډيجيټل سټيك جوړوي كوم چې  د ځوانانو افرادي قوت٬سياسي او اقتصادي استحكام او  د خپور شوي ډيجيټل انفراسټركچر سره په ګډه هېواد د منطقې تر ټولو زړه راښكونكے د  سرمايه كارۍ مقاصدو كښې يو جوړول دي۔دې پخلے وكړو چې پرمختګ لپاره د حكومت تګلاره په جدت٬شراكتدارۍ او په هوش لرونكې سرمايه كارۍ اډانه ده ۔دغسې وفاقي وزيرې د پاكستان ډيجيټل سفر تجربې او نكات شيئر كړل۔

مزید خبریں