اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د بلوچستان په چاغي او پشين ضلعو كښې د 21 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړندې كړې دي ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په كسټمز هاؤس د ترهه ګرو بريد ناكامه كولو او په كوئټه -تفتان هائي وے د ترهه ګرو لخوا د …
صدر مملكت آصف علي زرداري چاغي او پشين كښې د 21 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

مزید خبریں
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د بلوچستان په چاغي او پشين ضلعو كښې د 21 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړندې كړې دي ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په كسټمز هاؤس د ترهه ګرو بريد ناكامه كولو او په كوئټه -تفتان هائي وے د ترهه ګرو لخوا د غېر قانوني چيك پوسټ جوړولو څخه د مسافرو تګ راتګ متاثره كولو هڅه په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔صدر مملكت د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په موثره كاروائۍ كولو د ځواكونو پيشه وره صلاحيتونه وستائېل۔صدر مملكت د ترهه ګرۍ په ضد د كاروائۍ په مهال د دوو افسرانو او د كسټمز يو اهلكار پشمول د 6 مېړنو ځوانانو په شهادت د افسوس څرګندونه هم وكړه ۔ده ووئيل شهيدانو د فرض ادائيګۍ په مهال د خپلو ځانونو په قربانۍ وركول د خوږ هېواد دفاع له عظيم مثال جوړ كړو











