نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريش سره وليدل

  اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار  په بشكيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د مشرانو غونډې په موقع د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريش سره وليدل۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير  د نړيوالو چېلنجونو مخنيوي كښې د ملګرو ملتونو كردار مخ په …

 

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار  په بشكيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د مشرانو غونډې په موقع د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريش سره وليدل۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير  د نړيوالو چېلنجونو مخنيوي كښې د ملګرو ملتونو كردار مخ په وړاندې بوتللو او مؤثره ګڼ اړخيزه نظام ته ودې وركولو لپاره د سيكرټري جنرل د مشرۍ ستائنه وكړه۔ ده ملګرو ملتونو لپاره د پاكستان د مضبوط عزم پخلي كولو سره د پاكستان او ملګرو ملتونو ترمېنځه د اوږدې مودې او په نزدې همكارۍ رڼا واچوله۔ دواړو مشرانو سيمه ايز صورتحال، د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ (يو اين جي اے) راتلونكې غونډې چمتوالي نيولو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ سيكرټري جنرل په ګڼ اړخيزه سفارتكارۍ كښې د پاكستان د ګټور او اصولي كردار ستائنې كولو سره سيمه ايز امن او سلامتيا ته ودې وركولو لپاره د پاكستان خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير  د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل ته د پاكستان دورې بلنه وركړه كومه چې ھغوي قبوله كړه۔ د پاكستان خارجه دفتر به د ملګرو ملتونو سيكرټريټ سره په رابطه كولو د دورې نيټې ته حتمي شكل وركوي۔(

مزید خبریں