جدت پسندۍ ته  د وده وركونكې ذمه وار، سپېځلي او د منظم ډيجيټل اثاثو نظام  جوړولو ته اړتيا ده۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب د بلال بن ثاقب سره ملاقات كښې خبرې 

  اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب مناسب حفاظتي اقدامات په ځائے ساتلو سره  جدت پسندۍ ته د وده وركونكې ذمه وار، سپېځلي او د منظم ډيجيټل اثاثو نظام چمتو كولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ  د پاكستان ورچوئل ايسټس ريګوليټري اتھارټۍ چيئرمين بلال بن ثاقب سره په ملاقات كښې وكړې٬ بلال بن ثاقب …

 

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب مناسب حفاظتي اقدامات په ځائے ساتلو سره  جدت پسندۍ ته د وده وركونكې ذمه وار، سپېځلي او د منظم ډيجيټل اثاثو نظام چمتو كولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ  د پاكستان ورچوئل ايسټس ريګوليټري اتھارټۍ چيئرمين بلال بن ثاقب سره په ملاقات كښې وكړې٬ بلال بن ثاقب د خزانې وزير ته د هانګ كانګ خپلې اوسنۍ دورې او هلته د مصروفياتو په اړه بريفنګ وركړو٬ بلال بن ثاقب د خزانې وزير د هانګ كانګ پاليسي سازو او د اړوند ادارو پشمول فنانشل سروسز اينډ ټريژري بيورو، هانګ كانګ مانيټري اتھارټي او   د سكيورټيز اينډ فيوچرز كميشن سره د ګټورو خبرو نه هم خبر كړو٬ ده ووئيل په دې ملاقاتونو كښې پاكستان لپاره د موزو معلومات تبادله، تجربو او په كامياب كاروباري ماډلز هم غور وشو۔د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه

مزید خبریں